'که مومندو کې امن ښه شي ګورسل کنډو به خلاص کړو'
!['که مومندو کې امن ښه شي ګورسل کنډو به خلاص کړو'](https://gdb.rferl.org/efa2e9b3-e8fe-401e-bd47-f197773ced92_tv_w800_h450.jpg)
د مومند اېجنسۍ پولیټکل اېجنټ محمود اسلم وزیر ویلي، هر کله چې په مومندو کې امن پرځای شي نو ورسره سم به د ګورسل کنډو لار هم پرانیزي. ګورسل کنډو د مومندو او د جلال اباد ترمینځ تجارتی لار دع چې بې کسټمه سامانونه پرې چارسدې، مردان او پنډۍ ته وړل کېږي.
پولیټکل اېجنټ محمود اسلم وزیر د مشال راډيو له خبریال شاهنواز تره کزي سره خبرې کړې.