د مصر په سینا ټاپووزمه کې چاودنې ۶ تنه وژلي
د مصر امنیتي او روغتیايي چارواکو ویلي، چاودنه پر هغو موټرو شوې چې د بیر العبد ښار ګوټې څخه بهر یې ګزمه کوله.
په چاودنه کې یو مصري ډګروال او پنځه سرتېري وژل شوي دي.
بیر العبد هغه سیمه ده چې د نومبر په څلور وېشتمه نېټه په کې وسله والو په یو جومات برید وکړ او ۳۱۱ لمونځ کونکي یې ووژل.
دا د مصر په معاصر تاریخ کې تر ټولو مرګوني تروریستي برید و.
له دې برید وروسته د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي ژمنه کړې وه چې په سینا کې به د یاغیانو د زپنې لپاره له ټول ځواک څخه کار واخلي.
