د اوکراین ولسمشر: د روسیې پر تېلو د بندیزونو کمېدا د جګړې په پای ته رسولو کې مرسته نه کوي
د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زیلنسکي وایي چې د امریکا له خوا د روسیې پر تېلو د بندیزونو د لنډمهالي کمولو پرېکړه به د جګړې له پای ته رسولو او په اوکراین کې د سولې له ټینګښت سره مرسته ونه کړي. زیلنسکي د جمعې په ورځ د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون سره په ګډه خبري غونډه کې وویل: «د امریکا له خوا د بندیزونو د کمولو اقدام ښايي روسیې ته شاوخوا ۱۰ میلیارد ډالر برابر کړي څو جګړې ته نورهم دوام ورکړي. دا اقدام یقیناً د سولې په ټینګښت کې مرسته نه کوي.» د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د خبر له مخې، نژدې دوې اوونۍ... Читать дальше...
