روسيې تېره شپه پر کييف هوايي بريدونه کړي
روسیې تېره شپه د اوکراین پر پلازمېنه کییف بیا یو لړ هوايي حملې کړي چې د چارواکو په خبره داسې ښکاري دا پر اوکراین د روسیې له یرغل راوروسته پر دې ښار د بېپيلوټه الوتکو تر ټولو پراخه حمله وي. دا حملې داسې وخت شوي چې د اوکراین په پلازمېنه کې نن یکشنبه د دې ښار د ایجاد د کلیزې لمانځلو ته چمتووالی روان دی. د اوکراین چارواکي وايي، د هوايي مدافع دستګاو لږ تر لږه ۴۰ بېپيلوټه الوتکې چې د کییف پر لوري روانې وې ویشتلي او د ویشتل شویو الوتکو په ټوټو یو تن مړ شوی دی. په کییف کې نن د «کییف ورځ» یعنې ۱۵۴۱ کاله مخکې د دې ښار د ایجاد ورځ نمانځل کېږي. Читать дальше...
