ټرمپ او برهام صالح: په عراق کې د امریکا د پوځي حضور دوام ته اړتیا ده
![ټرمپ او برهام صالح: په عراق کې د امریکا د پوځي حضور دوام ته اړتیا ده](https://gdb.rferl.org/3A59E4BD-45D5-40AF-AA27-3330ADA53832_w800_h450.jpg)
سپینه ماڼۍ وایي، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د هغه عراقي سیال برهام صالح موافقه وکړه چې په عراق کې د امریکا د پوځي حضور دوام ته اړتیا ده.
دواړو ولسمشرانو پرون د سویس د داووس اقتصادي غونډې په څنډه کې سره وکتل.
سپینې ماڼۍ پرون چهارشنبه وویل، دواړو مشرانو موافقه وکړه چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په وړاندې د مبارزې په ګډون مهمه ده چې د متحده ایالاتو او عراق اقتصادي او امنیتي شراکت دوام وکړي.
د سپینې ماڼۍ په وینا ټرمپ د یوه خپلواکه، باثباته او سوکاله عراق لپاره د متحده ایالاتو په نهماتېدونکې ژمنې یو وار بیا ټینګار وکړ.
دا وروسته له هغې چې متحده ایالاتو په بغداد کې د ایران جګپوړی جنرال قاسم سلیماني وواژه، د دواړو مشرانو ترمنځ لومړنۍ کتنه ده.
د سلیماني وژل کېدو د عراق یو شمېر سیاسي مشران په غصه کړي او د دې هېواد پارلمان هم دې ته رأیه ورکړې چې امریکایي ځواکونه دې له عراقه ووځي.
له دې کتنې مخکې د عراق ولسمشر صالح وویل چې واشنګټن او عراق یو پایداره شراکت لرلی او متحده ایالات هم د اسلامي دولت ډلې یا داعش په وړاندې جګړه کې د عراق یو شریک پاتې شوی دی.
هغه وروسته ټرمپ ته وویل، دې ته اړتیا ده چې دغه مأموریت بشپړ شي.