ټاکنو کې د درغلۍ ادعاوې؛ له ګرجستانه د بېلې شوې ابخازیا د حکومت مشر استعفا وکړه
د ګرجستان د جلا شوې ابخازیا سیمې مشر راول خاجیمبا له خپلې څوکۍ استعفی وکړه.
د ګرجستان په دې سیمه کې سلګونه مظاهره چیانو د څلورمې ورځې په مخه پرون هم د جمهوري ریاست د ماڼۍ مخ ته ور ټول شوي و.
دوی د دې لپاره مظاهرې کوي چې وايي راول خاجیمبا تېر سپټمبر په ټاکنو کې په درغلیو مشري ته رسیدلی دی.
ابخازیا د ۲۰۰۸ کال په اګست کې وروسته له هغه له ګرجستانه نیمه خپلواکي ترلاسه کړه.
د روسیې د امنیت شورا د یوه مرستیال په شمول یوه ډله پرون د تازه رامنځته شوې لانجې د هواري لپاره ابخازیا ته رسیدلې، څو د مظاهره چیانو او سیمه ییزې ادارې منځګړیتوب وکړي.
روسیه چې له ګرجستان سره مخالفت پالي د ګرجستان دوه سیمې ابخازیا او اوسیتیا د دوو خپلواکو دولتونو په توګه په رسمیت پيژني او په همدغو دواړو سیمو کې یې خپل عسکر هم ځای پر ځای کړي دي.
ګرجستان او نړیواله ټولنه دا دواړه سیمې اشغال شوې خاورې بولي.