د چک جمهوريت د يوه هيئت الوتکې ته د الوتنې اجازه ورنه کړل شوه
د چک جمهوریت د کرنې د وزیر په مشرۍ یو چکي هییت وروسته له هغې روسیې ته خپل رسمي سفر رالنډ او بیرته خپل هېواد ته شتون شو چې له مسکو د روسیې کازان سیمې ته د الوتنې اجازه ورنه کړل شوه.
د چک جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر توماش پیتریچیک پرون وویل، تر اوسه یې له مسکو څخه په دې اړه چې ولې دې الوتنې ته اجازه نه ده ورکړل شوې هیڅ سپیناوی نه دی ترلاسه کړی.
چارواکو ویلي چې د چکي چارواکو دا هییت نژدې لس ساعته د مسکو په هوايي ډګر کې منتظر و خو کازان ته د سفر اجازه ورنه کړل شوه.
کازان د روسیې د تاتارستان جمهوریت دی چې نیمايي وګړي یې تاتاران دی او نیم نور یې روسان دي. دا جمهوریت په دې وروستیو کې د هغو اعتراضونو شاهد دی چې په مسکو کې د مرکزي چارواکو په ضد دي.
تر اوسه څرګنده نه ده چې د چکانو دې هییت ته ولې کازان ته د سفر اجازه ورنه کړل شوه. د روسیې او چک اړیکو کې په وروستیو کې په څو مواردو ناندرې راپورته شوي دي.