سیاسي کارپوه احمد وحید مژده کابل کې ناپيژاندو وسله والو وواژه
![سیاسي کارپوه احمد وحید مژده کابل کې ناپيژاندو وسله والو وواژه](https://gdb.rferl.org/366413E8-6EA2-4CD0-85A2-076C4B945A6C_cx34_cy0_cw66_w800_h450.jpg)
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، سیاسي کارپوه احمد وحید مژده نن ماښام د ناپېژاندو وسله والو له خوا په ډزو وژل شوی دی.
ددغه وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، نوموړی نن (عقرب/لړم ۲۹مه) په داسې حال کې چې د لمانځه ادا کولو لپاره د مسجد پر لور روان و، د موټر سایکل سپرو له خوا د کابل په دارلامان سیمه کې په نښه شو.
ښاغلي رحیمي ویلي چې موضوع د پولیسو تر تعقیب لاندې ده، خو تراوسه یې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.
احمد وحید مژده سیاسي کارپوه او د طالبانو د رژیم پخوانی چارواکی و. د طالبانو له رژیم ړنګېدو راهیسې نوموړي په کابل کې ژوند کاوه.
هېچا د ښاغلي مژده د وژلو مسئولیت نه دی منلی.