"نږدې دوه دریمه برخه افغان ماشومان جګړې اغیزمن کړي"
![](https://gdb.rferl.org/C05DD6C7-AD25-41A6-8918-153490D93554_w800_h450.jpg)
نږدې دوه دریمه برخه افغان ماشومان په افغانستان کې روانې جګړې اغیزمن کړي دي.
دا خبره په بریټانیا کې میشتې سیف د چیلډرین مرستندویه مؤسسې کړې ده.
سیف د چیلډرن پرون په خپاره کړي راپور کې پر ماشومانو د جګړې د اغېزو د مختلفو بڼو یادونه کړې او ویلي یي دي چې د کورنۍ د غړي د له لاسه ورکولو، د جګړې یا د بریدونو د پېښو د لیدلو یا په جګړه کې د ټپي کېدو له لارې ماشومان اغیزمن شوي دي.
په دغه راپور کې چې په څلورو ولایتونو کې له اوو سوو لویانو او ماشومانو سره د مرکو پر بنسټ چمتو شوی ویل شوي چې د ماشومانو ډېره برخه یې لکه له ژور خفګان او اندېښنو څخه کړیږي او د درملنې لپاره یې ضروري خدمتونو ته لاس رسۍ هم نه لري.
میندو او پلرونو چې ورسره مرکې شوي ویلي چې ماشومان ښوونځي ته په لاره ویریږي.
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستندویه ماموریت یوناما له خوا د وروستي درې میاشتني خپور شوي راپور له مخې تیرکال افغانستان د افغان ماشومانو لپاره له کله چې یوناما له ۲۰۰۹ میلادي کال راهیسې د جګړې د زیانونو په اړه د راپور ورکولو لړۍ پیل کړې، تر ټولو خونړی کال و.
د دغه راپورله مخې ۹۲۷ ماشومان وژل شوي او ۲۱۰۰ نورټپیان شوي و.