د نړۍ د فوټبال ستوری زلاتان ابراهیموویچ د استرېکس فلمونو نوې برخه کې رول لوبوي
د نړۍ د فوټبال ستوری زلاتان ابراهیموویچ د استرېکس په نوم د فلمونو د لړۍ په نوې برخه کې د انتي ویروس رول لوبوي. د فرانسوي فلمونو دا لړۍ په نړۍ کې ډېره مشهوره ده. سېلک روډ پروډکشن د اسټرېکس او اوبلېکس په نوې برخه کې د ابراهیموویچ د رول لوبولو خبر تأیید کړی او په خپله ده هم پر خپل انستاګرام د انتي ویروس کلمه پر یوه سره چوکاټ لیکلې او خپره کړې یې ده. د اسټرېکس او اوبلېکس د فلمونو لړۍ د کامیکس یا د هغو تصویري کیسو پر اساس جوړېږي چې فرانسوي لیکوالانو البرت اودېزرو او رېنې ګوسیني لیکلي او تصویري کړي دي. Читать дальше...