ښځینه فوټبال نړیوال جام؛ جاپان، اسټرالیا او زېمبیا خپلې سیالۍ وګټلې
د ښځینه فوټبال نړیوال جام په ترڅ کې نن ۴ سیالۍ ترسره شوې چې جاپان، اسټرالیا او زیمبیا لوبډلې خپلې سیالۍ وګټلې.
د ورځې لومړۍ لوبه د جاپان او هسپانیې ترمنځ وه چې ۴ د صفر پر وړاندې جاپان وګټله.
دغه راز په دویمې سیالۍ کې بیا زېمبیا لوبډلې ۳ د یو پر وړاندې کوستاریکا ته ماتې ورکړه.
درېیمه سیالۍ چې د ایرلینډ او نایجریا ترمنځ ترسره شوه پرته له ګول وهلو په مساوي توګه تمامه شوه.
د نن ورځې وروستۍ سیالۍ د کوربه اسټرالیا او کاناډا ترمنځ وه چې ۴ د صفر پر وړاندې اسټرالیا وګټله.
باید وویل شي، چې د سبا ورځې په سیالیو کې به ویتنام د نیدرلینډ، پرتګال د امریکا، چین د انګلستان او هایتي د ډنمارک پر وړاندې ولوبيږي.