Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июль
2023

د مرستې رسولو د وضعیت ناوړه ګڼل؛ یونیسف: تر ۲۹ میلیون زیات افغانان مرستو ته اړ دي

0
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ له پیل وروسته بې کاري او بې وزلي تر بل هر وخت زیاته شوې ده، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق[ یونیسف] وايي په دې هیواد کې بشري مرستو ته د اړمنو افغانانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.


دغه بنسټ په خپل تازه راپور کې چې نن خپور شو ویلي، د روان ۲۰۲۳ کال په جنوري میاشت کې مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر اته ویشت عشاریه ۳ میلیونه وو، خو په مې میاشت کې دا شمېر ۲۹ عشاریه ۲ میلیونه کسانو ته رسېدلی دی.


په راپور کې راغلي دي چې د روان میلادي کال له وروستیو درېیو میاشتو راپه دیخوا د بشري مرستو رسول له ناوړه وضعیت سره مخ دي.


د راپور په ټکو، لا هم د طالبانو له لوري په موسساتو کې د ښځو پر کار بندیز دوام لري او دغه چارې د مرستو رسولو پروسه له ستونزو سره مخ کړې ده.


طالبانو د تېر ۲۰۲۲ میلادي کال په وروستیو کې د ملګرو ملتونو اړوند ادارو په ګډون په ټولو نادولتي ادارو کې د افغان مېرمنو پر کار بندیز ولګوه، چې له امله یې ډېرو ادارو په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودرول.




د یونیسف په راپور کې راغلي دي:"د خوړو برابرولو په برخه کې له شته فعالیتونو سره سره زموږ اټکل ښيي چې د روان میلادي کال د مې او اکتوبر میاشتو ترمنځ به ۱۵ عشاریه ۳ میلیونه اړمن خلک چې د افغانستان ۳۵ سلنه نفوس جوړوي د خوړو له کموالي سره مخ شي."


په راپور کې راغلي چې د روان میلادي کال په ژمي موسم کې خلک د خوړو د نه خوندیتوب له اړخه ډېر ځپل شوي وو .


سرچینه زیاتوي، په یو شمېر ولایتونو کې خلک له شدیدو تنفسي ناروغیو سره مخ وو چې له امله یې ۳۰۶ کسانو خپل ژوند وبایلوده.


یونیسف وایي سږکال له افغانانو سره د مرستې لپاره یو اعشاریه پنځه څلویښت میلیارډه ډالرو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.


په همدې حال کې یو شمېر افغانان دبې کارۍ او بې وزلۍ له زیاتوالي شکایت کوي.


د ننګرهار اوسېدونکی سمیع الله دولت زی وایي: "اوه اته میاشتې کیږي چې بې کاره یم، د کار په لټه هره ورځ له کوره وځم خو هیڅ نه شم پیدا کولای، اته نفري کورنۍ لرم، هغوی رانه نفقه غواړي خو زه بې کاره بې روزګاره یم، که ماته ورسیږي او کنه ډېره پروا مې نه وي خو ماشومان یې غواړي ان کله کله خو کورته نه شم تللی."


د کابل اوسېدونکي جعفر ازادي راډيو ته وویل: "کار کسب نشته، دې بې کارۍ له امله نور تنګ شوی یم، اولادونه یې رانه غواړي، هره ورځ چوک ته ځم خو هیڅ کار نه پیدا کیږي، څوک ولاکه پور هم راکوي بیخي رانه طرف غلط دی."


دا شکایتونه داسې مهال دي، چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ډبیلو ایف پي اعلان کړی چې د ۸۶ هیوادونو له ډلې چې دوی په کې فعالیت کوې د افغانستان او سوریې په ګډون په ۳۸ هیوادونو کې د خپلو مرستو کچه راکمه کړې ده. 


د خوړو د نړیوال پروګرام مرستیال اجرایوي رئیس کارل سکاو تېره ورځ یوې خبرې غونډې ته وویل چې په افغانستان کې د روان کال د مارچ په میاشت کې دغه اداره اړه شوه چې د بېړنیو مرسته کچه له ۵۷ سلنې ۵۰ سلنې ته راښکته کړي. 


نوموړي ویلي چې د روان کال په مې میاشت کې دوی اته میلیونه اړمنو کسانو  ته د مرستو د رسولو وړتیا لرله، خو اوس دا کچه پنځه میلیونه کسانو ته راټیټه شوې او تر اکتوبر میاشتې پورې هره میاشت له ۵ میلیونه کسانو سره مرسته کولای شي. 


دغه ادارې تر دې دوړاندې د بودجې د کمښت خبرداری ورکړی او ویلي وو، چې یوازې د اکتوبر تر میاشتې پورې به هره میاشت پنځه میلیونه خلکو ته مرستې ورسوي او له هغه وروسته به د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو د رسولو لپاره بودجه ونه لري. 




پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ له پیل وروسته په دې هیواد کې بې وزلي او بې کاري تر بل هر وخت زیاته شوې ده. 


د روانې میاشتې په ۲۱ مه نېټه د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام یو این ډي پي په یو راپور کې وویل چې د ۲۰۲۰ کال راهیسې د افغانانو په عاید کې ۳۰ سلنه کموالی راغلی چې له امله یې اوس مهال د دې هیواد ۳۴ میلیونه اوسېدونکي د خوراکي توکو مرستو ته اړتیا لري. 


دغه شان د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي، سږ کال په افغانستان کې له ۲۸ ميلیون زیات وګړي بشري مرستو ته اړ دي او شپږ ميلیونه نور له قحطۍ یو ګام واټن لري. 





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net