Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июль
2023

د هندي پوهنتونونو افغان محصلان: که وېزې رانه کړل شي، د زده کړو چانس مو له لاسه وځي

0
په هند او افغانستان کې د هندي پوهنتونونو یو شمېر افغان محصلان د هند د وېزو له نه ورکولو له امله شکایت کوي.


دغه محصلان،چې د لیسانس او ماسټرۍ دورې یې بشپړې کړي وايي، د هند له حکومت څخه د تحصیلي بورسونو په تمه دي.


دوی وايي، د هند حکومت تېر کال د جولای تر میاشتې پورې سکالرشیپونه اعلان کړل، خو اوس په دې اړه معلومات نه لري ، چې ایا دوی به خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او که نه؟


دغه محصلان وايي، که دوی ته بورسونه ور نه کړل شي، پوهنتونونو ته د داخلېدو نېټه یې پای ته رسېږي ، او نشي کولی چې خپلې وېزې هم تمدید کړي .


په هند کې د افغان محصلانو یو استازی میراحمد احمدي وايي چې دوی د هند د بهرنیو چارو وزارت او یو شمېر نورو اړوندو ادارو ته لیک استولی او له هغوی یې غوښتي چې په هند کې د افغان محصلانو ستونزې هوارې کړي.


نوموړي وویل:" موږ خپل غوښتنلیک ، پروپوزل ، ستونزې او اړتیاوې د شپږ سوه او څو محصلینو له لېست سره اړوندو ادارو ته ایمیل کړی او د بهرنیو چارو له وزارت سره مو هم موضوع شریکه کړې . "


سید محمود انوري چې د پونې پوهنتون د کمپیوټر ساینس له څانګې فارغ شوی، وايي چې غواړي د ماسټرۍ د زده کړو لپاره په هند کې سکالرشیپ ترلاسه کړي، خو سږ کال د آی سي سي آر سکالرشپ اعلان نه شو.


هغه وویل چې نه شي کولای افغانستان ته ستون شي.


انوري وایي:" کله چې جمهوریت سقوط شو، هند افغان محصلانو ته بورسې ورکړې ، سږکال هم موږ همدې ته په تمه یو ، خو تر اوسه یې هیڅ احوال ندی راکړی "




په همدې حال کې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د هند په چندیګر ښار کې یو شمېر افغان محصلانو د یوې غونډې په ترڅ کې د خپل برخلیک د معلومولو غوښتنه وکړه او د هند له حکومته یې وغوښتل چې دوی ته د زده کړو د دوام لپاره وېزې او سکالرشیپونه ورکړي.


د یوه هندي پوهنتون د وروستي سمستر محصل سید ساجد وايي، چې په افغانستان کې اوسېږي او باید د فراغت سند ترلاسه کولو لپاره د وروستي سمستر په ازموینه کې ګډون وکړي، خو د هند د ویزې د ترلاسه کولو هڅې یې ناکامې شوې.


ساجد زیاتوي:"امکانات یې نشته موږ د بهرینو چارو وزارت ته هم لاړو ، په ډیلې کې د افغانستان له سفارت سره هم په اړیکه کې شوو ، له پوهنتون څخه مو هم وغوښتل چې له موږ سره مرسته وکړي ، خو هغوی حاضر ندي چې راسره مرسته وکړي ، اوس مو یو سمسترپاتې دی ، نشم کولی چې خپل د فراغت سند واخلم."


يو بل افغان محصل چې نه يې غوښتل نوم يې په راپور کې واخيستل شي او سږ کال يې په هند کې د سوېلي اسيا سکالرشيپ تر لاسه کړی وايي، که د هند حکومت افغان محصلينو ته د وېزو ورکول پيل نه کړي، سکالرشيپ به ترې واخیستل شي .


دغه محصل وایي:" موږ په ټوله کې سږکال یو اویا محصلین سکالرشېپونوته بریالي شوي یو ، که تر ټاکلې مودې ونه رسیږو ، ډېر محصلین به سکالرشېپونه له لاسه ورکړي."


 د هند حکومت په افغانستان کې د جمهوریت له ړنګیدو او د طالبانو له بیا واک ته رسیدو څخه وروسته افغانانو ته د ویزو ورکول بند کړل.


افغان محصلان چې په افغانستان کې ګېر پاتې دي ، په وینا یې له بیا- بیا غوښتنو وروسته هم په وېزو ترلاسه کولو نه دي توانېدلي.


په هندوستان کې د افغانستان د پرزول شوي جمهوري نظام سفارت او دغه راز د طالبانو حکومت څو ځله له هندي چارواکو افغان محصلانو او ناروغانو ته د وېزو ورکولو غوښتنه کړې، خو هندي چارواکو یې تر اوسه غوښتنې ته مثبت نه ځواب نه دی ورکړی.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net