اوچا: سږ کال افغانستان کې د غنمو حاصلات یوازې څلوېښت سلنه اړتیا پوره کوي
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، دې وضعیت ته په پام سره د خلکو ملاتړ ډېر مهم دی.
د تېرو درېيو ورځو سېلابونو په اتو ولايتونو کې ډېر مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.
د طالبانو په حکومت کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د یکشنبې په ورځ وویل چې په کابل، میدان وردګ، خوست، غزني، پکتیا، ننګرهار، نورستان، کنړ ولایتونو کې د سېلابونو له امله د لسګونو کسانو پر مرګ ژوبلې سربېره د سلګونه جریبه کرنیزو ځمکو او باغونو حاصلات هم له منځه تللي دي.
