میدان وردګ: سېلابونو لږتر لږه ۲۲ کسان مړه کړي
په دغه ولایت کې د پېښو په وړاندې د مبارزې رئیس مولوي فیض اله جلالي نن ازادي راډیو ته وویل:"د جلرېز د تکانې په سیمه کې پر یوه واده سېلاب راغلی، چې هلته اکثر خلک په خوب ویده وو او تر اوسه ۲۲ شهیدان له خاورو ایستل شوي او په لسګونو کسان لادرک او بې برخلیکه دي. هڅه کوو په سیمه کې د شهیدانو انتقال ته لار برابره کړو."
دغو سېلابونو په جلرېز، چک، سید اباد، نرخ او جغتو ولسوالیو کې هم خلکو ته مالي زیانونه اړولي دي.
ویل شوي دغو سېلابونو په ځینو سیمو کې استنادي دېوالونه نړولي او کرنیزې ځمکې تخریب کړي دي.
اټکل کېږي چې د مړو شمېر ښايي تر دې زیات وي.
د طالبانو د حکومت د انرژۍ او اوبو وزارت ویلي، چې سر له نن څخه نیولې تر درېیو ورځو پورې د هېواد د سیندي حوزو په ځینو برخو کې د اوبو د کچې د لوړېدو او د سېلابونو د راوتلو احتمال شته.
