د افغانستان د څارنوالانو ټولنه: د لویې څارنوالۍ لغوه کول د ټولو عدلي او قضایي ارزښتونو محوه کول دي
![د افغانستان د څارنوالانو ټولنه: د لویې څارنوالۍ لغوه کول د ټولو عدلي او قضایي ارزښتونو محوه کول دي](https://gdb.rferl.org/5B3F7A2A-AD8E-49EC-9EA9-14573822E342_w800_h450.jpg)
د افغانستان د څارنوالانو ټولنې د طالبانو له لوري د لویې څارنوالۍ د ادارې په لغوه کولو غبرګون وښود او دا کار یې د ټولو عدلي او قضايي ارزښتونو محوه کول وباله.
دې ټولنې پرون (پنجشنبې) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې لویه څارنوالي د یوه هیواد په عدلي، حقوقي او قضايي سیستم کې یو بې پرې اورګان وي.
اعلامیه زیاتوي:په افغانستان کې په ۱۹۲۱ م کال د امان الله خان د سلطنت په دوره کې له نظام نامې یا د هماغه وخت د اساسي قانون له تصویب کېدو وروسته رامنځته شوې وه.
په وروستیو کې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د یوه فرمان په صادرولو، لویه څارنوالي لغوه او د هغې پر ځای په بل نوم یوه وړه اداره جوړه کړه.
دا په داسې حال کې ده، چې د نړۍ کابو ټول هیوادونه لویه ځارنوالي لري.