امریکا په عراق کې د سوېډن پر سفارت برید وغانده
![امریکا په عراق کې د سوېډن پر سفارت برید وغانده](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-265c-08db88e5ba4e_cx0_cy8_cw0_w800_h450.jpg)
د امریکا متحدو ایالتونو په بغداد کې د سوېډن پر سفارت د اعتراض کوونکو حمله په کلکه غندلې او د عراق پر امنیتي ځواکونو یې له دې کبله انتقاد کړی، چې پر یوه دیپلوماتیک مرکز یې د اعتراض کوونکو د بلوسې مخه نه ده نیولې.
سلګونو تنو په سوېډن کې د قرآنکریم د سوځول کېدو په اعتراض کې د چهارشنبې په ورځ، په بغداد کې د سویډن پر سفارت یرغل وکړ او د سفارت یوې برخې ته یې اور ورته کړ.
امریکا د عراق له حکومته غوښتي، چې د خپلو نړیوالو مسوولیتونو پر اساس د دیپلوماتیکو استازولیو ساتنه وکړي.
له بلې خوا عراق ویلي چې د سویډن سفیر باید له عراق څخه ووځي.