په ننګرهار کې د 'عرفان الله بیدار' په نوم یو خبریال نادرکه دی
د عرفان الله بیدار د کورنۍ غړي او د راډیو مسوولان وایي، دوی د نوموړي د پیدا کولو لپاره هره لاره لټولې، خو د دوى په خبره کوم معلومات يې نهدي تر لاسه کړي.
د عرفان بيدار د کورنۍ يو غړی چې نهغواړي نوم يې راپور کې واخيستل شي وايي: "یوه ورځ هم داسې نهده راغلې چې مور یې ژړا نه وي کړي، وایي یوازې یو ځل یې له ما سره وغږوئ، خو دوی له موږ سره هیڅ ډول اړیکه نه نیسي."
دى وایي، په ننګرهار کې عرفان الله بیدار تېره چهارشنبه د عیدګاه جومات له مخې په یوه سپین هایلکس موټر کې د نامعلومه کسانو لهخوا يوړل شو.
نوموړى زياتوي چې موټر ته تر پورته کېدو مخکې يې د وسلهوالو لهخوا مخ ته توره کڅوړه هم ور اغوستل شوې ده.
د بیدار د کورنۍ ياد غړي ازدي راډیو ته دا هم وویل، چې له یوې اوونۍ را په دې خوا یې د نوموړي د پیدا کولو لپاره هره دروازه ټکولې، خو په خبره يې عرفان الله یې پیدا نهکړ.
نوموړی وايي، عرفان الله له هیچا سره شخصي دښمني نه درلودله.
هغه ازادي راډيو ته وويل: "هر ځای لاړو کابل ته، دلته مو عریضې وکړې، امنیت ته، قومندانۍ ته، ولایت ته، تر نن ورځې له موږ سره معلومات نهدي شریک شوي، چې بیدار چېرې دی؟"
عرفان الله بیدار واده کړی، درې زامن او یوه لور لري، د کورنۍ د غړي په خبره یې د بیدار مور د زړه ناروغي لري او وایي له کومې ورځې چې نوموړی بیول شوي، د مور ناروغي یې څو برابره ډېره شوې.
د صفا راډیو مسوول اسماعیل حضرتي ازادي راډیو ته وویل، عرفان الله بیدار له ۲۰۱۰ کال را په دې خوا له دوی سره په بېلابېلو برخوکې کار کړی او په خبره يې بیدار ارامه شخصیت لوړ استعداد او ښه همکاري درلودله.
حضرتي وایي، له کومې ورځې چې بیدار بیول شوی، دوی له ټولو مسوولو ادارو سره خبره شریکه کړې، خو د بيدار د ځاى ځايګي په اړه يې کوم معلومات نهدي تر لاسه کړي.
حضرتي وویل: "که د ژورنالستانو د خوندیتوب ادارې وې، که نی دفتر و، که نور اړوند بنسټونه و، ټولو سره مو موضوع شریکه کړې، خو تر اوسه موږ ته بیخي ځواب نهدی راکړل شوی، امنیتي کسان یې کورنۍ ته وایي چې له موږ سره په دې نوم څوک نهشته."
د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی د چنګاښ په ۲۸مه په یوې مطبوعاتي اعلامیه کې د ننګرهار له امنیتي بنسټونه غوښتي، چې د صفا راډیو د خبریال د برخلیک په هکله خلکو ته معلومات ورکړي.
د یادې ادارې مسوول ظریف کریمي ازادي راډیو ته وویل: "له بده مرغه اوس هم د ښاغلي بیدار له وضیعته خبر نه یو، په ننګرهار کې امنیتي مسوولین دا موضوع ردوي، خو د بیدار کورنۍ او همکاران یې تاییدوي، موږ غواړو چې په جلال اباد کې امنیتي مسوولین د بیدار د نادرکه کېدلو مسئله وڅېړې او له رسنیو سره معلومات شریک کړي."
د نی په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دوی ته رسېدلي خبرونه ښیي چې عرفان الله بیدار تېره چهارشنبه د جلال اباد ښار د عیدگاه جومات په سیمه کې د وسلهوالو کسانو له لوري ونیول شو او نامعلومه ځای ته ولېږدول شو.
نى دا هم ليکلي، داسې ويل کېږي چې نوموڔی د طالبانو د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی دی، خو د ننگرهار ولایت امنیتي ځواکونه دا خبر رد کڔی دی.
نی وایي، دا لومړی ځل نهدی چې په افغانستان کې خبریالان ورک کېږی، بلکې د نى په خبره له تېرو دوو کلونو راهسې دوی د لسګونه خبریالانو د ورکېدو شاهدان دي.
