د جيشل۲۰ غونډه د اوکراين د جګړې پر سر د اختلافاتو له امله بېپايلې شوه
د دې غونډې د اسنادو لنډیز چې د غونډې کوربه هېواد هند خپور کړی دی، ښيي چې د اوکراین د جګړې د غندنې د سند د ادبیاتو څرنګوالی او د روسیې لهخوا د تور سمندرګي له لارې د غنمو د صادراتو د موافقې د ځنډولو پر وړاندې اعتراض د ګډونوالو د اختلاف اصلي ټکي وو.
هند چې سږکال د جيشل ډلې دوره يي مشري کوي، په پرلهپسې ډول د ډلې له غړو غوښتي دي چې که د اوکراین په مسئله کې یووالی ممکن نه وي، خو په نورو مسایلو کې باید توافق ولري.
