Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июль
2023

سپینه ماڼۍ: په امریکا کې د افغان متحدینو د مېشتېدو لپاره د کانګرس د هڅو ملاتړي یوو

0
د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي، په امریکا کې د دغه هېواد د افغان متحدینو د بیا مېشتیدنې په اړه د کانګرس د وروستیو هڅو هرکلی او ملاتړ کړی.


ښاغلي کربي د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "موږ په اطمنان دلته د ‘افغانانو د بیا مېشتېدني’ لایحې په اړه له قانوني هڅو ملاتړ کوو. نه غواړم د قانون جوړونې له پروسې مخکې مسایلو او یا د هغه څه په اړه وغږېږم چې ولسمشر یې لاسلیکوي که نه، خو نوموړی قوي احساس لري چې موږ باید د خپلو متحدانو لپاره هر هغه څه وکړو چې کولای یې شو او په خپلو سرحدونو کې له هغو هرکلی وکړو چې هغوی نوی ژوند پیل او بیا مېشتېدل یې اسانه شي."


په ورته وخت کې یو امریکايي سناتور د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د جولای په ۱۷مه (د دوشنبې په ورځ) یې د افغان تعدیل قانون (Afghan Adjustment Act) کانګرس ته معرفي کړی چې په اساس یې افغان پناغوښتونکو ته په امریکا کې د دایمي مېشتېدو فرصت برابروي.


 




نوموړي زیاته کړې چې دا قانون به یې افغان متحدانو ته په امریکا کې د نوي ژوند لاره پرانیزي.


د هغه په وینا، دغه قانون په ورته وخت کې د امریکا د امنیت په وړاندې د ګواښونو د کمولو لپاره د ارزونې یو حیاتي بهیر رامنځته کوي.


د تېرې شنبې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو د پناه غوښتنې او کډوالۍ کمېټې (USCRI) هم اعلان کړی و چې "افغان تعدیل قانون" بیا د تصویب لپاره د کانګرس دواړو مجلسونو ته لېږل شوی دی.


دا قانون، یا لایحه به هغو افغانانو ته چې په امریکا کې دي او یا هم منتظر دي چې دې هېواد ته ورشي، اسانتیاوې رامنځته کړي.


همدا ډول د امریکا د کډوالۍ د ځانګړۍ ویزو  (SIV)په پروسه او په دریمو هېوادونو کې د افغانانو د پناغوښتنې او ویزو د ارزونې په برخو کې هم د اسانتیاو سبب کېږي، چې له تصویب وروسته به یې یوه ډله د بیا مېشتېدنې د ستراتېژۍ په خاطر رامنځته شي.


 محمد امین چې څه کم دوه کاله مخکې د تخلیې په بهیر کې امریکا ته تللی ازادي راډيو ته وویل، هیله لري چې ژر تر ژره په امریکا کې د افغانانو د دایمې مېشتېدنې په اړه پرېکړه وشي.


نوموړی وايي: "موږ افغانان له یو نامطمین حالت سره مخ یو، د امریکا له دولت څخه زموږ غوښتنه دا ده چې د افغان پناغوښتونکو دا ګونګ حالت پای ته ورسوي او دوی ته قانوني اسناد ورکړي چې دوی دلته په مطمین ډول ژوند وکړي."


 




میرویس ځاځی چې په پاکستان کې د امریکا د کډوالۍ د قضیې منل کیدو ته یې په تمه دی،  هیله لري چې کانګرس د افغانانو د بیا مېشتیدنې په اړه وړاندیز شوی قانون تصویب کړي.


ښاغلی ځاځی وايي: "که داسې یو اقدام وشي، نه یوازې هغه افغانان چې په امریکا کې دي، یوه دایمي ارامي او اطمنان به ومومي، ورسره به د هغو افغانانو د کېسونو په پروسس کې هم اسانتیاوې رامنځته کړي چې منتظر دي، امریکا ته لاړ شي."


په افغانستان کې د جمهوري حکومت له سقوط او د طالبانو له واکمنېدو وروسته د امریکا متحده ایالاتو خپل زرګونه همکاران د تخلیې په پروسه کې له افغانستان څخه وایستل او یا یې هم په امریکا کې د پناهغوښتنې په شرایطو برابر وبلل.


د امریکا د پناغوښتنې او کډوالۍ کمېټې د معلوماتو پر بنسټ،شاوخوا  زره۷۰ افغانان چې د تخلیې په پروسه کې امریکا ته لېږدول شوي، دا مهال د لنډمهاله بشتردوستانه ویزو (پرول) په اساس په دې هېواد کې ژوند کوي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net