Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июль
2023

د ماین چاودنو یو نیم کلن ارقام؛ سره صلیب: د ۱۰۹۲ افغان قربانیانو ۶۰ سلنه ماشومان دي

0
 د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، په تېر یو نیم کال کې د ماینونو او ناچاوده مهماتو د چاودنې له امله له ۱۰۰۰ د زیاتو افغان قربانیانو په ډله کې ۶۰ سلنه ماشومان دي. 


 د سره صلیب نړیوالې کمېټې یا "ICRC" د سه‌شنبه په ورځ خپل تازه راپور کې لیکلي، په افغانستان کې ناچاوده او پرېښودل شوې وسلې ملکي وګړو ته یو رښتینی او دوامداره ګواښ دی چې اکثرا یې ماشومان قربانیان دي. 


دغې کمېټې ویلي، د ۲۰۲۲ کال له جنوري میاشت د ۲۰۲۳ کال تر جون میاشتې ۱۰۹۲ تنه ملکي وګړي د ماینونو او ناچاوده مهماتو د چاودنې په پېښو کې وژل شوي یا ټپیان شوي دي. 


د سره صلیب له قوله، په دې شمېر کې ۶۴۰ تنه یې ماشومان دي چې په ۵۴۱ چاودنو کې په دې شمېر مرګ‌ژوبله ور اوښتې ده. 


په راپور کې راغلي، په افغانستان له څو لسیزو جګړو وروسته، یو شمېر هغه کسان چې د جګړو له امله یې خپلې سیمې پرېښې اوس بېرته خپلو کورونو ته ستنېږي، خو د خلکو ژوند د ماینونو او ناچاوده مهماتو له امله لا هم له ګواښ سره مخ دی. 


د سره صلیب کمېټه وايي، د نړیوالو مرستو کمېدو د ماین پاکۍ په پروګرامونو منفي اغېز کړی او د ۲۰۲۱ کال له اګسټ میاشتې وروسته، د ماینونو او ناچاوده مهماتو له امله د مرګ‌ژوبلې شمېر زیات شوی دی. 


د راپور په دوام کې د ماینونو او ناچاوده مهماتو د له‌منځه‌ وړو لپاره د مالي او تخنیکي مرستې غوښتنه شوې. 




د سره صلیب له قوله، په دې شمېر کې ۶۴۰ تنه یې ماشومان دي چې په ۵۴۱ چاودنو کې په دې شمېر مرګ‌ژوبله ور اوښتې ده. 


په راپور کې راغلي، په افغانستان له څو لسیزو جګړو وروسته، یو شمېر هغه کسان چې د جګړو له امله یې خپلې سیمې پرېښې اوس بېرته خپلو کورونو ته ستنېږي، خو د خلکو ژوند د ماینونو او ناچاوده مهماتو له امله لا هم له ګواښ سره مخ دی. 


د سره صلیب کمېټه وايي، د نړیوالو مرستو کمېدو د ماین پاکۍ په پروګرامونو منفي اغېز کړی او د ۲۰۲۱ کال له اګسټ میاشتې وروسته، د ماینونو او ناچاوده مهماتو له امله د مرګ‌ژوبلې شمېر زیات شوی دی. 


د راپور په دوام کې د ماینونو او ناچاوده مهماتو د له‌منځه‌ وړو لپاره د مالي او تخنیکي مرستې غوښتنه شوې. 


دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ د سمنګان ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې د هاوان د یوې ناچاوده مرمۍ د چاودنې په پېښه کې ۳ ماشومان ووژل شول او ۲ نور ټپیان شول. 


په سیمه کې د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس ته سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، ماشومانو پر دې مرمۍ لوبې کولې چې پرې چاودلې ده. 


د غزني ولایت اوسېدونکي محمد فاروق کورنۍ هم له ورته ناوړه برخلیک سره مخ شوې. 


هغه وايي، اقتصادي وضعیت یې ښه‌ نه‌دی، ماشومانو یې زړې اوسپنې را ټولولې او بیا پلورلې چې یوه ورځ پرې یوه ناچاوده مرمۍ چاودنه وکړه او کوچنی زوی یې په‌کې ووژل شول. 


هغه وايي:" زما ماشومان له نورو کوچنیانو سره تللي وو، یو اوږده اوسپنه مې موندلې وه او کور ته یې راوړې وه. بیا دلته په کور ټکوله چې مات به شي او بیا به پرې یو څه واخلي، خو پرې چاودلی و. یو ماشوم شهید، پنځه نور ټپیان شول. په پنځو کې درې نارینه او دوه زنانه." 


 




په ورته وخت کې د غور ولایت اوسېدونکی تقي وايي، لمسی یې د ماین په چاودنه معلول شوی دی. 


نوموړي ازادي راډيو ته وويل: "ما زړه اوسپنه کور ته راوړې وه. هغه پرې لوبې کولې چې چاودنه یې وکړه. لومړی زخمې شو او معلول دی." 


دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا د روان کال په اپریل میاشت کې وویل، له ۱۹۸۹ کال راهیسې په افغانستان کې د ماینونو او ناچاوده مهماتو د چاودنې له امله ۵۷زره ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. 





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net