Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июль
2023

د طالبانو له واکمنۍ وروسته د 'ګلچهره' په نوم سریال جوړ او خپور شو

0
د نما رسانه په نوم د افغاني فلمونو او سریالونو د تولید یو بنسټ، د طالبانو له واکمنۍ وروسته له کورنۍ د 'ګلچهرې' په نوم یو سریال جوړ او خپور کړی دی.


‌ دا افغاني سریال چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته جوړ شوی دی.


ګلچهره هغه نجلۍ ده چې له دولسم ټولګي فارغه شوې او له خپل پلار، مور او یو ورور سره ژوند کوي.


دا د خپل پلار په غوښتنه له یوه ډاکتر سره کوژده کوي، خو د کورنيو ستونزو او لاسوهنو له امله دا اړیکه له منځه ځي.


د ګلچهرې د رول لوبغاړې شګوفه بارکزۍ، چې دا یې لومړنۍ سینمایي تجربه ده، وايي د ګلچهرې سریال هغو نجونو ته چې له خپلو حقونو څخه ناخبره دي، یو پیغام دی.


هغه زیاتوي: "د ګلچهرې سریال له لارې، زما پیغام هغه نجونو ته دی، چې د خپلې کورنۍ د هیلو قرباني کېږي. نه غواړم ووایم چې د پلار او مور مخې ته ودرېږئ، خو هره نجلۍ باید له خپل حقه دفاع وکړي، په لومړيو کې، ګلچهرې هر هغه تصمیم قبلوه، چې کورنۍ يې اخیسته، خو کله چې صبر او حوصله يې پای ته ورسیده، غږ يې پورته کړ، چې زه خپله تصمیم نیسم."


شګوفه وايي چې په دې سریال کې کار کول دې لپاره بې ستونزو نه وو.


د شګوفې بارکزۍ په وینا، له کورنۍ، خپلوانو او ان د طالبانو له حکومت سره یې مبارزه کړې او په دې سریال کې لوبېدلې ده.


‌اغلې بارکزۍ ازادي راډیو ته وویل: "کله چې مو د ګلچهرې سریال ثبتوه نو ټولو وېره درلوده، خو ډېری برخې مو په کور کې دننه ثبت کړې او د اطلاعاتو او کلتور له وزارت څخه مو هم مکتوب اخیستی و، بیا هم ننګونو موجودې وې."


د ګلچهرې سریال د نما رسانه کلتوري بنسټ لخوا تولید او خپور شوی.


دا بنسټ خپل تولیدي سریالونه او فلمونه د خپل یوټیوب چینل له لارې خپروي او خپلو لیدونکو ته یې وړاندې کوي.


د افغانستان د سینما تجربه لرونکې لوبغاړې، لیلا همدرد، په دې سریال کې د ګلچهرې د خواښې رول لوبولی دی.


نوموی چې لومړي ځل منفي رول لوبولی ازادي راډیو ته یې وویل: "زما کوم رول چې د ګلچهرې په سریال کې و، دا پیغام یې درلود چې باید یوه مور، د خپلو هیلو او بېځایه غرور لپاره، د خپلو اولادونو، د یوې ځوانې او معصومې نجلۍ ژوند تباه نه کړي. د سریال ثبتول شخصاً زما لپاره ډېر ستونزمن و، ځکه کله چې ثبتولو ته تلم، په دې فکر کې وم چې څه وخت به طالبان راشي او ثبت به ودروي."




د ګلچهرې سریال جوړونکي صدام دلاور ازادي راډيو ته وویل چې د طالبانو تر سیوري لاندې د دې سریال جوړول ورته ډېر ستونزمن کار و.


ښاغلي دلاور وویل: "په اوسني حالاتو کې په افغانستان کې تولید ډېر ستونزمن دی او دا کار په اسانۍ سره نه ترسره کېږي. موږ له هغه ټولو ننګونو سره چې ورسره مخ شو مبارزه وکړه او هغه کښتۍ چې د ډوبېدو په حال کې وه، د مقصد ساحل ته مو ورسوله. خلکو ته مو دا احساس ورکړ چې سینما نه له دین سره په ټکر کې ده او نه له نظام سره، سینما ډېره ښه او اغیزمنه ده."


د صدام دلاور په وینا، د ګلچهرې سریال ته د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د افغانانو هرکلی د دې لامل شوی، چې د دې سریال د تولید پر مهال هغه ټولې ستونزې او ننګونې چې دوی ورسره مخ شوي وو، هېرې کړي.


د ګلچهرې سریال جوړونکی دا هم وايي چې د طالبانو حکومت باید له سینماګرانو ملاتړ وکړي.


هغه زياته کړه، په تېر حکومت کې هم له سينما ملاتړ نه و شوى او خلکو هم د سينما په اړه ښه نظر نه درلود.


یو شمېر هغه لوبغاړي چې د امنیتي ستونزو له امله له افغانستانه وتلي، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د سینما وضعیت ناهیلې کوونکی بولي.


 د سینما یوې لوبغاړې، یاسمین یارمل په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "هغه رول چې سینما درلود او ډېر اغېزمن و، له بده مرغه په اوسني حالاتو کې نه شته، که وي هم نیمګړی دی، که څه هم سینما په افغانستان کې یوه وارداتي پدیده، خو د افغانستان د کلتور برخه ده او شتون یې په ټولو بشري ټولنو کې مهم دی."


د ګلچهرې سریال داسې مهال په افغانستان کې جوړ شو، چې د طالبانو له واکمنۍ او پر سینما او سینماګرانو یې د بندیزونو له امله ډېری سینماګران او لوبغاړای له افغانستانه ووتل او یو شمېر یې په افغانستان کې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net