Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июль
2023

سرطاني ناروغان: پاکستان ته د درملنې لپاره تلل مو نور هم ستونزمن شوي

0
پاکستان ته د درملنې لپاره پر سرطان اخته تلونکي ناروغان د تورخم دروازه کې له ستونزو شکايت کوي.


یو شمېر هغه ناروغان چې د سرطان په ناروغۍ اخته دي او درملنه یې په افغانستان کې نتیجه نه ورکوي، اړ کېږي پاکستان ته ولاړ شي.


یو شمېر دا ناروغان وایي، په جلال اباد ښار او تورخم دروازه کې د ټوکن تر لاسه کولو لپاره په ورځو انتظار کوي، خو له دې سره بیا هم تورخم کې په اسانه پاکستان ته د تلو اجازه نه ورکول کیږي.


ټوکن هغه پاڼه ده چې افغانو ناروغانوته د ویزې په بدل کې ورکول کېږي څو په ازاده توګه پاکستان ته دننه شي، او خپلې د ناروغی درملنه وکړي.


عالمه هغه مېرمن ده چې د سرطان له ناروغی رنځ وړي ازادي راډيوته وویل، پخوا به یې په یو ټوکن څو څو ځلې تګ او راتګ کاوه، خو اوس له یو ټوکن یوازې یو ځل کار اخیستل کېږي.


نوموړې وايي: "دې ټوکن زه یې ډېره متاثره کړم، ځکه پخوا په یوه ټوکن به شپږ ځلي پاکستان ته د درملنې لپاره تلم، خو اوس ټوکن قیدوي، دا موږ ته ډېر ستونزمن دی، زموږ اقتصاد ضعیف دی، شپه په هوټل کې نه‌شم تېرولی، هوا ګرمه ده، کله چې د تورخم ها خوا ځې امبولانس او په‌‌کې اکسیجن چوکۍ نه وي، هلته هم ډېرې ستونزې دي، تقریباً ۶ ساعته په جال کې پاتې کېږو."


فرید تنها هم چې د سږو په سرطان اخته دی، څه موده دمخه د ټوکن د اخییستلو لپاره د تورخم د دروازې له لارې پاکستان ته د درملنې په موخه تللی و.


دی هم خپل او د تورخم په دروازه کې د نورو ناروغانو له ستونزې کیسه کوي او وايي: "زه له افغانستان د سږو په سرطان اخته شوی وم، شپږ ورځې بیستر وم، غوښتل مې پاکستان ته ولاړ شم، تورخم ته چې رسېږې هلته د ناروغانو وضعیت وینې نو زړه دې له ژونده تورېږي، ډېری ناروغانو به ضعف کاوه، ما خپله ځان او خپل پایواز ته مې د تور بازار څخه په ۶۰ زره افغانۍ ټوکن واخیسته او بیا مې اجازه ومونده چې پاکستان ته ولاړ شم."


دوی وايي، هغه کسان چې د ویزې د اخیستلو توان نه‌لري، څو څو شپې په جلال اباد او تورخم کې سبا کوي، څو د ټوکن د اخیستلو لپاره یې وار ورسېږي.


په سرطان اخته ناروغان د طالبانو له حکومت غواړي، چې ناروغو ته د ویزو د ورکړې او ورته د اسانتیاوو په برخه کې دې له پاکستاني چاراوکو سره خبري وکړي.


هڅه مو وکړه په سرطان د اخته کسانو د غوښتنو په اړه د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د ویاند شرافت زمان نظر هم ولرو، خو د راپور تر خپرېدو پورې یې زموږ پوښتڼې ځواب نه‌کړې.


په ورته وخت کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د جمهوریت دولتي روغتون مسوولانو ازادي راډیو ته وویل، چې په دې وروستیو کې په سرطان د اخته ناروغانو شمېر ډېر شوی دی.


د ياد روغتون علمي معاون سردار محمد موسی زي ازادي راډيو ته وویل: "د روغتون د سرطان برخه فعاله ده، رښتیا هم زیات شوي دي، تقریباً هره ورځ شاوخوا ۲۰۰ د 'او پي ډي' ناروغان راځي، چې په میاشت کې د دوی شمېر دوه، دری زرو کسانو ته رسېږي او لامل یې هم د افغانستان د ۳۴ ولایتو څخه دې روغتون ته د ناروغانو مراجعه ده."




جمهوریت روغتونونو ته د سرطان د ډېرو ناروغانو د مراجعې یو بل لامل د کورنیو ټیت اقتصادي وضعیت دی، چې پاکستان یا کوم بل هېواد ته د تګ توان نه‌لري.


څه موده وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړي نبي عیسی‌خېل اعلان وکړ چې په افغانستان کې به د 'ادې' په نوم د سرطان د درملنې یو مرکز جوړوي، خو څرګنده نه‌ده چې د دغه روغتون د جوړېدو چارې پیل شوې او که نه.


د راپورونو له مخې، هر کال زرګونه افغانان په ځانګړي ډول د سرطان ناروغان چې په افغانستان کې یې درملنه نه کېږي، د سیمې او ګاونډیو هېوادونو په ځانکړې توګه پاکستان ته د درملنې لپاره ځي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net