جنت یلن: د نړیوال اقتصاد د ملاتړ یوازېنۍ لاره له جګړه ځپلي اوکراینه ملاتړ دی
جنت یلن نن یکشنبه ویلي، د دې تر څنګ د نویو ټوکېدلو اقتصادونو تقویه کول او د پورونو د ستونزې په وړاندې مبارزه هم مهم نقش لري.
مېرمن یلن چې په هند کې د شلو لویو اقتصاد لرونکو هېوادونو د مالیې وزیرانو د سرمشریزې په څنډه کې خبرې کولې وویل، یو کلیدي لومړیتوب د اوکراین د ملاتړ زیاتول دي چې د روسیې په وړاندې خپله دفاع وکړي.
د امریکا د خزانې وزیرې په تېره فبروري میاشت کې د کییف تر سفر وروسته ویلي وو، چې هغې له نږدې په هغه بهرنۍ مرسته کې چې له ملکیانو او د اوکراین له پوځ سره کېږي زیات تفاوت لیدلی دی.
پر اوکراین چې د نړۍ په سطحه د غله جاتو یو پر څلورمه برخه تامینوي د روسیې یرغل د دې سبب شوی، چې په نړۍ کې د خوراکي توکو بیې ډېرې لوړې شي.
د هغې موافقې چې په مرسته یې له اوکراین د غله جاتو صادرات پیل شول، مهلت سبا دوشنبه په هغه صورت کې ختمېږي، که روسیه یې له نوي کېدو سره موافقه ونه کړي.
