په کابل او يو شمېر ولايتونو کې د سختو بادونو او دوړو اټکل شوی
د دې ادارې د بیان له مخې په هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، غور، بامیان، دایکندي، کابل، بلخ، کندز، بغلان، پروان، کاپیسا او پنجشیر ولایتونو او همداراز په سالنګونو کې نن یکشنبې په ساعت کې د ۲۰ او ۷۵ کیلومترو په سرعت د باد اټکل کېږي.
دا خبر داسې مهال ورکول کېږي چې له تېرو څو اوونيو راهيسې په بېلابېلو ولايتونو کې د سېلابونو له امله خلکو ته ګڼ مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.
