Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июль
2023

'فریډم نو' د طالبانو له حکومته د مطیع‌الله ویسا د خوشې کېدو غوښتنه وکړه

0
د 'فریډم نو' سازمان د طالبانو له حکومته غواړي چې د زده کړو فعال او د قلم لار مسوول مطیع‌الله ویسا او نور مدني فعالان له بنده خوشې کړي.


د بشري حقونو دغه سازمان چې دفتر کې یې په په واشنګټن کې دی وايي، څلور میاشتې کېږي چې مطیع‌الله ویسا د دغه نهاد په ادعا، په ناحقه د طالبانوله خوا نیول شوی دی.


د 'فریډم نو' سازمان د طالبانو له حکومت وغوښتل چې د زده کړو فعال او د قلم لار مسوول مطیع والله ویسا چې د دغه نهاد په ادعا په ناحقه د طالبانو له خوا نیول شوی دی او نور مدني فعالان دې خوشې کړي.




دغه نهاد چې د امریکا په واشنګټن کې موقعیت لري، وايي، مطیع‌الله ویسا د افغانو نجونو او هلکانو له حقونو چې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې له زده کړو بې برخې دي په نه ستړي کېدونکې توګه دفاع کړې.


'فریډم نو' د چهارشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې د طالبانو د حکومت څخه د مطیع‌الله ویسا د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.


دا نهاد په داسې حال کې د مطیع‌الله ویسا او د نورو مدني فعالانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې چې د قلم لار او د نورو مدني فعالانو خپلوان وايي، د طالبانو په بند کې د خپل د کورنۍ غړیو وضعیت ته اندېښمن دي او د هغوی د برخلیک څخه هېڅ خبر نه لري.


د قلم لار ټولنې غړي مرضیه حفیظي ازادي راډيو ته وویل: "نه یې د خوشې کېدو او نه یې هم د وضعیت په اړه کوم پرمختګ شته. که څه هم د طالبانو له حکومت غوښتل شوي دي چې د ویسا د وضعیت په اړه د هغوی کورني او همکارانو ته ډاد ورکړل شي. له بده مرغه تر اوسه په دې اړه هېڅ کوم کار نه دی شوی. موږ په تمه یو، چې بلاخره به د ویسا برخلیک څنګه کېږي. هیله دا ده چې د ویسا د خلاصېدو ته جدي پاملرنه وشي."


مطیع‌الله ویسا د روان کال په ۲۷ نیټه د طالبانو د استخبارانو له خوا په کابل کې ونیول شو.


د ویسا سربېره یو شمېر نو مدني فعالان، خبریالان، فرهنګي او ټولنیز فعالان هم د طالبانو په زندانونو کې دي.


حسیب احراري، شاعر، انځورګر او عکاس هم یو بل کس دی چې د طالبانو د حکومت له خوا نیول شوی دی.


د حسیب احراري مېرمن ازادي راډيو ته وویل، تر اوسه یې د مېړه تورونه معلوم نه دي، او د هغه د خلاصون هم لا هېڅ خبر نه شته.


هغې وویل: "له بده مرغه چې له خوشې کېدو یې هېڅ څه هم نه شته. تېره اوونۍ د شنبې په ورځ زه تللې وم، د هغه ځای په ریاست کې دی. سهار چې تللې وم نو دوه نیمې که درې بجې وې چې زه کور ته راغلم، په ډېر بد حالت کې، عذر مې وکړ د لیدلو لپاره یې، ما ورته ویل ملاقات نه ورسره کوم یوازې د لرې یې راته وښيي، چې زه یې صحي حالت یې وګورم او زړه مې ټول شي، له بده مرغه دا کار یې ونه کړ. پرون مې ورور یو نظر لیدلی، ډېر وېرېدلی حالت یې درلوده نو حالت یې ښه نه وه."




مېرمن احراري دا ادعا هم کوي چې ورور يې محمد عثمان چې د کابل په هوايي ډګر کې يې د يوه خصوصي شرکت کارکوونکى و، په دې وروستيو کې د ملي مقاومت د جبهې د غړيتوب په تور د طالبانو له خوا نيول شوى او په هغه ځای کې چې حسیب احراري زنداني دی هلته یې ورور هم زنداني دی.


د حسیب احراري د مېرمنې په خبره مېړه یې د پښتورګو ناروغي لري او په دې وروستیو کې یې د پښتورګو عملیات هم شوي دي.


نوموړې د طالبانو له حکومت څخه د خپل خاوند او ورور د خلاصون غوښتنه کوي.


د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راهیسې او د طالبانو واک ته د رسېدو وروسته د طالبانو حکومت لسګونې ښځې او نارینه مدني فعالان، خبریالان زنداني کړي دي.


موږ د زده کړو د برخې فعال مطیع الله ویسا، شاعراو انځورګر حسیب احراري، افغاني الااصل فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي او نورو فعالانو او اعتراض کوونکو چې د طالبانو په زندانو کې دي د طالبانو د جکومت د استخبارانو ویاند خلیل همراز او د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد، د هغه مرستیالانو څخه وپوښتل، خو د راپور تر خپرېدو پورې یې زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net