Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июль
2023

په بلخ کې د 'نهاد' راډیو او 'پیکان' تلوېزیون خپرونې بندې شوي

0
په بلخ ولایت کې د 'نهاد' سیمه ییزه راډیو او د 'پیکان' تلوېزیون خپرونې بندې شوي.


په داسې حال کې چې په افغانستان کې د یو شمېر رسنیو دروازې تړلې، دا ځل سیمه ییزه راډیو 'نهاد' چې له ۱۶ او 'پیکان' تلوېزیون چې له پنځو کلونو راهیسې په بلخ ولایت کې خپرونې درلودلې، خپل فعالیتونه بند کړل.


سید محمد یعقوبي یزدان پرست، چې د نهاد راډیو مشر او د پیکان تلوېزیون د سیاسي خپرونو مسوول دی، د دغو رسنیو د بندېدو د لاملونو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د نهاد راډیویي شبکه او د پیکان تلوېزیون له ۱۶ کلونو وروسته د اقتصادي امکاناتو، د مبهمې پالیسۍ برابر پروګرامونو جوړول، د برښنا لوړې بیې، هغه پروګرامونه چې د ښځینو له خوا کوربه کېدې، په هغه لګېدلي محدودیتونه او اړوندې نورې ستونزې او ننګونې چې له بده مرغه دا رسنۍ ورسره مخ وه بنده شوه."


یزدان‌ پرست زیاته کړه چې د پیکان تلوېزون خپرونې چې په فېسبوک، یوټیوب او انسټاګرام له لارې خپرېدې د نهاد راډيو سره یو ځای بندې شوې.


خو په بلخ کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر عطا محمد ساهو ازادي راډيو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي چې د نهاد راډیو د بندېدو لامل مالي ستونزه وه او حکومت ورباندې هېڅ ډول محدودیت نه دی وضع کړی.


د دغې تلوېزیوني شبکې مسوول سید محمد یعقوبي د معلوماتو له مخې د يادو غږيزو او ويډيويي شبکو د بندېدو له امله د ١٨ نارينه او اوو ښځو په ګډون ٢٥ کارکوونکي بې‌کاره شوي دي.


مروه، چې د نهاد راډیو یوه ښځینه خبریاله ده.


هغه د یادې راډیو په بندېدو اوس بې‌کاره شوې ده.


هغې ازادي راډیو ته خپله اندېښنه څرګنده کړه او وې ویل: "واقعیت دا موږ ته ډېر دردونکې ده چې نور نه شم کولای کار ته ولاړه شم. دا چې اوس په کور کې ناسته یم دا یو اقتصادي ضربه ده، وګورو چې نور به زموږ برخلیک څنګه وي."


د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړي نی په بلخ ولایت کې د نهاد راډیو د شبکې د بندېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.


د دغه نهاد مسوول ظریف کریمي که څه هم د د پیکان د تلوېزیون په اړه څه نه وايي، خو ده د نهاد شبکې په اړه ازادي راډيو ته وویل: "موږ وینو محلي رسنۍ چې په کلیو کې خلکو ته اطلاع رسونه کوي، بندېږي. د مالي امکاناتو پرته په افغانستان کې د رسنیو د کار دوام سخت دی. موږ اوس په بلخ کې د نها محلي راډيو د بندېدو شاهدان یو."


د افغانستان کې د ازادو رسنیو ملاتړې ادارې نی د معلوماتو پر بنسټ په هېواد کې د وروستیو سیاسي تحولاتو له امله په افغانستان کې ۵۳۰ فعالې رسنۍ، له ۸۰ ډېر تلوېزیونونه، ۱۳۷ راډيوګانې، ۳۶ چاپي رسنۍ، ۱۸ خبري اژانسونه، له ۱۲ څخه ډېر انلاین رسنۍ او له لسو ډېرو د رسنیزو بنسټونو خپل فعالیتونه په افغانستان کې درولي او ۶۵ د رسنیو کارکونکي بې‌کاره شوي دی.


دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر افغان خبریالان د رسنیو د بندېدو او د ګواښونو او بې‌کارۍ له زیاتېدو وروسته له هېواده وتلي، خو په نورو هېوادونو کې هم خوندي نه دي.


تازه په دې وروستیو کې د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې د زلمي حقمل په نوم یو افغان خبریال د نامعلومو کسانو لخوا وهل شوی.


هغه د دې پېښې په اړه ازادي راډيو ته وویل: "زه ځکه چې اسلام اباد ته راغلی وم، د خپل ځینو دوستانو لیدنو ته ورتلم، له بده مرغه له دې پېښې سره مخ شوم. په سړک روان وم، چې په موټر سایکل سواره دوه نفره راته نږدې شول، زه وډار شوم، له دوی مې حرکت وکړ، کله مې چې حرکت وکړ، یو په موټر سایکل وه د بل لاس کې یې د چاقو په څېر یو څه وه چې زه یې په سر ووهلم."


د پاک افغان ژورنالیستانو نړیوالې ټولنې هم د دغه افغان خبریال وهل ټکول تایید کړي دي.


دې ټولنې ویاند حشمت الله وجداني ازادي راډيو ته وویل چې په پاکستان کې خبریالان له امنیتي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي او څو ځلې له دا ډول پېښو سره مخ شوي دي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net