Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июль
2023

ځینې کابل ښاریان: اختر کې غیر منظم ټرانسپورټي سیستم ستونزو سره مخ کړي وو

0
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي شکایات کوي، چې دولتي ښاري ټرانسپورټ منظم نه دی او په ځانګړي ډول د اختر په ورځو کې دوی له ستونزو سره مخ وو.


فواد د کابل یو له هغو اوسېدونکو څخه دی چې وايي، د خراب اقتصادي وضعیت له امله یې ونه شول کړای، چې خپله کورنۍ په اختر کې د خپلوانو کورونو ته بوځي.


دی وايي، ښاري بسونه کم وو او د ټکسي د کرایې توان يې نه درلود.


هغه ازادي راډیو ته وویل: "موږ ونه شو کولای چې په اختر کې ټکسي دربست کړو. په ښاري لینونو کې ملي بس موټرونه ډېر کم وو. ما هم د اقتصادي ستونزو له امله خپله کورنۍ چېرته نه وه وړې او خپله په بایسکل د خپلو ملګرو کور ته د مبارکۍ لپاره تلم."


د کابل ښار اوسېدونکې یوې مېرمنې، چې نه يې غوښتل په راپور کې یې نوم واخیستل شي، هم ورته شکايت لري.


هغه وایي: "هغه ځای ته چې موږ تلو لیني موټرونه نه وو او زموږ اقتصادي وضعیت هم خراب دی، شاوخوا چې څوک وو، لیدو ته یې لاړم، مګر ما د ټکسي موټر کرایه کولو توان نه درلود. کوچنی اختر هم په همدې رقم تېر شو او دا هم."


په کابل کې یو شمېر ټکسي چلوونکي هم وايي، چې د اختر پر مهال يې کاروبار ښه نه و.


د احمد په نوم یو تکسي چلوونکي ازادي راډیو ته وویل: "د پخوا کلونو په پرتله په دې اختر کې کار کم و. په تېرو اخترونو کې به مې تر څلور زره کار کاوه خو په دې اختر کې مې ان د خپل تېلو مصرف پوره نه شو کړای. خلک بې وزلې دي، د ټکسي د کرایه کولو توان نه لري."


د طالبانو حکومت تر واکمنۍ لاندې د ملي بس تصدۍ مسوولان هم تاییدوي، چې د کابل نفوس ته په کتو د ښاري بسونو شمېر کم دی.


د دغه تصدۍ رییس عبدالولي سد ازادي راډيو ته وویل، چې د کابل ښار په بېلابېلو لارو ۱۲۰ فعاله بسونه شته، چې د اختر په درېیو ورځو کې یې هم په منظم ډول فعالیت درلود.


نوموړی وایي: "دا ملي بسونه د کابل ښار لپاره بسنه نه کوي، ځکه چې د کابل ښار پراخه سیمه ده، خو د اختر په ورځو کې موږ د وختونو له مخې ترتیب کړي وو، ځینو یې په لومړۍ ورځ، ځینو یې په دویمه ورځ او ځینو یې په درېیمه ورځ فعالیت درلود."


د ملي بس دولتي تصدۍ د رییس د معلوماتو له مخې، د ملي بس موټرو کرايه په لنډو لارو کې پنځه افغانۍ او په اوږدو لارو کې تر لسو افغانيو پورې ټاکل شوې ده.




د ملي بس دولتي موټرو تر څنګ د کابل په بېلابېلو سيمو کې ګڼ شمېر لویې او وړې شخصي او ټکسي موټرې هم فعاليت کوي، چې کرايه يې تر دولتي موټرو یو څه لوړه ده، يعنې له ۲۰ تر ۳۰ افغانيو پورې ده.


په ورته وخت کې یو شمېر خلک چې د اختر په ورځو کې له کابل څخه ولایتونو او له ولایتونو څخه يې کابل ته تګ راتګ سفر کړی، د لویو لارو د امنیت د ټینګښت هرکلی کوي.


د بغلان ولایت اوسېدونکې زینب ازادي راډيو ته وویل: "د اختر په ورځو کې مې د ملګرو د لیدلو لپاره له پلخمري څخه کابل ته سفر وکړ، په لاره کې یوازې په دشت کیله ګي کې تالاشي شو. نوره لاره ټوله صافه وه او هېڅ ستونزه نه وه نه امنیتي نه ترافیکي."


د ننګرهار ولایت اوسېدونکی، اجمل هم ورته کیسه لري او وایي: "زه هم نه وم، د اختر دوه ورځې جلال اباد ته تللی وم، نن بېرته راغلم. په جلال اباد کې امنیت ښه و، د سړک په هره برخه کې یې امنیتي پوستې جوړې کړې وې، خلک او موټرونه یې کتل. امنیت ډیر ښه وو."


خو په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته بې کاري او اقتصادي ستونزې زياتې شوې او ځينې کورنۍ وايي، چې په ښارونو او ولايتونو کې د خپلو کورنيو غړو او دوستانو لیدو ته د تګ لپاره، د ټکسي او شخصي موټرونو د کرایې ورکولو توان نه لري.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net