د اوکراين دفاع وزير: زرګونه اوکرايني سرتېرو پوځي تمرينونه بشپړ کړي
![د اوکراين دفاع وزير: زرګونه اوکرايني سرتېرو پوځي تمرينونه بشپړ کړي](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-f312-08db157026d9_w800_h450.jpg)
د اوکراین د دفاع وزیر وایي، زرګونه اوکرایني سرتېرو د اروپایي ټولنې په هېوادونو کې پوځي تمرینونه بشپړ کړي دي.
جنرال سرهي نایف پرون ماښام په یوه خبرپاڼه کې وویل، د دوی ۲۴ زره سرتېرو دغو تمرینونو کې برخه درلوده.
وروسته له هغې چې شاوخوا ۱۶ میاشتې وړاندې روسیې پر اوکراین یرغل وکړ، څو اروپایي هېوادونو د یرغل د مخنیوي لپاره د اوکرایني سرتېرو روزنه پیل کړه.
پر اروپایي ټولنې سربیره د اوکراین زرګونه نور سرتېري د روزنې لپاره امریکا، کاناډا او بریتانیا ته هم استول شوي دي.