د روغتیا نړیوال سازمان یا 'ډبلیو ایچ او' وایي، په مې میاشت کې یې په افغانستان کې د څه باندې زرو روغتیایي مرکزونو له لارې ۱.۴ ميلیون وګړو ته روغتیایي خدمتونه رسولي دي.
د دې سازمان د افغانستان څانګې نن په یوه ټویټ کې ویلي چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې یې له ۲۲۲ لویو روغتیایي مرکزونو سره څه کم ۴۴ ټنه د طبي او غیرطبي وسایلو مرستې کړي دي.
'ډبلیو ایچ او' همدارنګه ويلي چې په هغو روغتیایي مرکزونو کې چې دا سازمان یې ملاتړ کوي په مې میاشت کې په خوارځواکۍ اخته ټولټال ۴۲۸۴ ماشومان بستري شوي او درملنه یې شوې ده. Читать дальше...
د پاکستان حکومت وايي له روسيې څخه د خام تېلو سمندري بېړۍ د جون پر ۱۱مه کراچۍ ته رسېدلې ده. چارواکي زياتوي چې دا اقدام به نه يوازې د پاکستان د انرژۍ په کمي پوره کولو کې مرسته وکړي بلکې د اسلام اباد او مسکو د اړيکو يو نوی باب به هم پرانېزي.
د پاکستان د تېلو وزیر مصدق ملک تایید کړه چې له روسیې یې اومه تېل د چین په پیسو، یوان ارزانه پېرلي دي.
هغه رویټرز خبري اژانس ته د تېلو د بیې او تخفیف په ګډون د دغې معاملې په اړه نور جزیات نهدي ورکړي، خو ویلي یې دي چې دغه تېل یې د چین په پیسو یوان پېرلي دي.
نوموړي ویلي، د هغه قراراد له مخې چې د روان کال په لومړیو کې د اسلاماباد او مسکو ترمنځ شوی، د روسیې د تېلو لومړۍ جوپه د تېرې یکشنبې په ورځ کراچۍ ته رسېدلې.
د نوموړي په وینا، د دواړو دولتونو ترمنځ د شوي قرارداد له مخې به روسیه سل زره ټنه تېل... Читать дальше...
د خیبر پښتونخوا پولیسو د جون پر ۱۱مه په یو راپور کې ویلي چې په پیښور کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د روان کال په لومړيو پينځو مياشتو کې د قتل او غلا په پيښو کې زياتوالی راغلی دی. دا چې د صوبې په مرکزي ښار پېښور کې دناامنۍ تر شا څه لاملونه دي؟ د کرښې پر غاړه خپرونه کې پر همدې موضوع بحث شوی دی.
په جنیوا کې د افغانستان د مخکیني حکومت ډیپلوماتیکو ماموریتونو د همغږۍ شورا له ملګرو ملتونو غوښتي چې پر طالبانو د ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره فشار راوړي.
د افغانستان د مخکیني جمهوري نظام د ډیپلوماتیکو ماموریتونو د همغږۍ شورا د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څېړنې او څارنې کمېټې د وروستي راپور د موندنو هرکلی وکړ.
په دې اعلامیه کې ادعا شوې چې د دې راپور موندنې د افغانانو هغه خبرې دي چې له ډېرې مودې راهیسې د طالبانو د تحمیل شوي حکومت د پایلو په اړه وې.
په... Читать дальше...
د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه ژوب کې یوه ناحکومتي اداره نجونو ته بېلابېل هنرونه ور زده کوي چې موخه یې په کورني اقتصاد کې د ښځو ونډه پراخول او د هغوی ځواکمنتیا ده. هغه مرکز د ژوب یوه نجلۍ چلوي چې پکې د سیمې نجونه د جامو ګنډل او نکریزو لګول هم زده کوي. ویډیويي رپورټ.
د خوست سپیرې ولسوالۍ اړوند د افغانۍ دوبۍ سیمه کې میشت وزیرستاني کډوال وايي، چې له دوی سره د نړیوال خوراکي پروګرام، یو این ایچ سي ار او نورو نړیوالو بنسټونو لخوا د مرستو درې میاشتنیو قراردادونو انديښمن کړي دي.
د امریکا متحدهایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د افغانانو د تخلیې له ايتلاف AfghanEvac سره د دې هېواد د افغان همکارانو د لېږد او په امریکا کې یې د مېشتېدنې په اړه یو تړون لاسلیک کړ.
د امریکا متحدهایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن یو ځل بیا ټینګار وکړ چې هېواد یې د خپلو افغان همکارانو د لېږد پروسې ته ژمن دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې بلېنکن د دوشنبې په ورځ د افغانانو د تخلیې له ايتلاف یا AfghanEvac سره یو تړون لاسلیک کړ چې امریکا ته د افغان پناه غوښتونکو په لېږد کې مرسته کوي. Читать дальше...
د هند په حیدراباد ښار کې هر کال د "مچلي پرسادم" په نوم یوه مېله کېږي چې پکې په تنفسي ناروغیو اخته کسانو ته واړه ژوندي ماهیان (کبان) ورکول کېږي. دا دودیز علاج د باتیني نومې کورنۍ خلک له تېرو ۱۷۷ کلونو راهیسې په وړیا توګه کوي. دوی ادعا کوي چې ماهی تر ۱۵ دقيقو پورې په انساني بدن کې ژوندی پاتې وي چې ورسره د ناروغانو د ساه نالۍ له بلغمه پاکېږي خو پرمختللي طب او ساینس د دې ادعا تصدیق نه دی کړی.
د کوربه بنګلهدېش پر وړاندې به د افغانستان کرکټ لوبډلې یوازېنۍ ټېسټ سیالي سبا چهارشنبه د جون ۱۴مه پيل شي.
دغه سیالي به د بنګلهدېش د میرپور ښار په شیربنګله کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.
افغان کرکټ بورډ وايي چې ملي لوبډلې یې له تېرو څو ورځو راهیسې په یاد هېواد کې خپل تمرینات پيل کړي دي.
دا ځل به افغان لوبډله له راشدخان پرته دغه ټېسټ سیالي ترسره کوي.
اخوا د بنګلهدېش کرکټ بورډ ویلي چې په دې ټېسټ سیالۍ کې به د یاد هېواد دوه پياوړي لوبغاړي شکیب الحسن او تمیم اقبال هم نه لوبېږي.
د سهشنبې په ورځ... Читать дальше...
د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا د اتلوليو په ترڅ کې نن سهشنبه د جون ۱۳مه خپله دویمه سیالي له ایران سره ترسره کوي.
د کافا اتلولیو په ترڅ کې افغانستان خپله لومړۍ سیالي ۱ د صفر پر وړاندې کوربه قرغزستان ته وبایلله.
د افغانستان فوټبال فدراسیون د خبر له مخې، د ایران پر وړاندې سیالۍ چې د کابل پر وخت د ماښام ۷:۳۰ بجې به پیل شي مشر روزونکی عبدالله المطیري به د محرومیت له امله په دې سیالۍ کې ګډون ونهکړای شي.
خبر زیاتوي، په دې لوبه کې به پخوانی افغان لوبغاړی حمیدالله یوسفزی به د افغانستان د مشر روزونکي دنده ترسره کړي. Читать дальше...
د اتریش حکومت وايي چې یو وګړی یې افغانستان ته له سفر وروسته نیول شوی دی.
د اتریش د بهرنیوچارو وزارت وايي، د دې هېواد یو وګړی چې افغانستان ته یې سفر کړی و، هلته نیول شوی دی.
دې وزارت نن په دې اړه د پوښتنو په ځواب کې د ایمیل په وسیله تایید کړه چې دا اتریشی په مې میاشت کې افغانستان ته د سفر پرمهال هلته نیول شوی او له تېرو څو اونیو راهیسې بندي دی.
خو دې وزارت ویلي چې د د دې هېواد وګړو ته ډېر پخوا خبرداری ورکړل شوی و، چې افغانستان ته دې سفر نه کوي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دې کس د نیول کېدو... Читать дальше...
د طالبانو حکومت په کابل کې د ودونو د تالارونو خاوندانو ته امر کړی چې د ودونو او نورو جشنونو پر مهال موسیقۍ غږولو ته اجازه ورنهکړي.
امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ په یوه ټویټ کې لیکلي: "د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د حکم له مخې د کابل د ودونو د تالارونو له خاوندانو غوښتل کېږي چې د موسیقۍ غږول بند کړي او له هغو کړنو څخه چې د اسلامي احکامو سره په ټکر کې وي، ډډه وکړي."
په ټویټ کې راغلي چې د دغه وزارت چارواکو د تالارونو له خاوندانو سره په کتنه کې له هغوی وغوښتل چې دغه موضوع جدي ونیسي. Читать дальше...
د اتریش حکومت وايي چې یو وګړی یې افغانستان ته له سفر وروسته نیول شوی دی.
د اتریش د بهرنیو چارو وزارت نن په دې اړه د پوښتنو په ځواب کې د ایمیل په وسیله تایید کړه چې د دې هېواد یو وګړی په مې میاشت کې افغانستان ته تللی و او هلته نیول شوی.
دې وزارت د معلوماتو د محرمیت په خاطر د نیول شوي کس نوم نهدی ښودلی او په اړه یې جزییات هم نهدي ورکړي، خو یادونه کوي چې د اتریش وګړو ته ډېر پخوا خبرداری ورکړل شوی وو، چې افغانستان ته دې سفر نهکوي.
اتریشۍ ورځپاڼې سټنډرډ چې لومړی یې دا خبر ورکړ وايي چې نیول شوی... Читать дальше...
د کاناډا د استازو جرګې هغه لایحه تصویب کړه چې پر بنسټ یې، له افغانستان سره بشري مرستو ته زمینه برابرېږي.
زرلښته چې د کندهار اوسېدونکې ده، کونډه ده او د خپلې کورنۍ سرپرستي ور ترغاړې ده، هغه هم داسې مهال چې لا د یوه وخت ډوډۍ په ډېرې سختۍ پیدا کوي.
بېوزلۍ تر دې حده رسولې چې وايي، له ژونده بېزاره شوې.
هغه خپلو پېغلو لوڼو ته ګوته نیسي او زیاتوي، له دې حال په مرګ خوشحاله ده.
زرلښته وايي: "وروره، دا غټې غټې نجونې دي، دا د بل چا په لاس څنګه ورکړم، څوک یې راته ساتي. که به په شپو شپو وږي بیده شوي... Читать дальше...
د روسیې یو توغندی بېګاه شپه د اوکراین د دنیپرو پیتروفسک سیمې په کریوي ریه ښارګوټي کې د استوګنې پر یوه ودانۍ لګېدلی چې شپږ کسان یې وژلي دي.
د کریوي ریه ښاروال اولیکساندر ویلکول نن پر خپله ټلېګرام پاڼه ولیکل چې، دې توغندي ۲۵ نور کسان ټپيان کړي هم دي چې، د ۱۳ کسانو وضعیت نازک دی.
د ویلکول په وینا، ښايي پنځه نور کسان لا هم د ویجاړې ودانۍ تر کنډوالو لاندې پاتې وي.
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي یو ځل بیا روسیه تروریستي دولت وباله او پر خپله ټلېګرام پاڼه یې ولیکل چې تروریستان به ونه بخښل شي.
... Читать дальше...
په کندهار ولایت کې د هوا له تودېدو سره د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه لوړه شوې ده.
د کندهار د میرویس حوزوي روغتون مسوولان وايي، د روان کال په وري میاشت کې ۱۱۰ ماشومان د علاج لپاره دوی ته راوستل شوي وو، خو دا شمېره په غويي میاشت کې ۲۸۱ ته لوړه شوه.
د بېپولې ډاکترانو ټولنې په دې وروستیو کې ویلي و، چې د افغانستان په لیرې پرتو سيمو کې، روغتیایي مرکزونو ته د نه لاسرسي او کمزوری اقتصاد له کبله په ماشومانو کې د خوارځواکۍ کچه لوړه شوې ده.
په پام کې ده چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن د مرکزي اسیا د اتلولۍ په لوبلړۍ کې خپله دویمه سیالي له ایران سره وکړي.
دا لوبه د کابل په وخت د ماښام ۷:۳۰ بجو پیلېږي. افغانستان په دې لوبلړۍ کې خپله لومړۍ لوبه یو صفر کوربه قرغیزستان ته وبایلله.
له بلې خوا د افغانستان او بنګلهدېش د کرکټ ملي لوبډلې به سبا په ټېست لوبه کې سره مخامخ شي.
د هېواد د کرکټ وتلی ستوری راشدخان به په دې لوبه کې ګډون ونه کړي.
راشدخان څه موده مخکې د تمرین پر مهال د ملا درد احساس کړ او ډاکترانو د دمې سپارښتنه ورته وکړه. Читать дальше...
په نورستان او کونړ ولایتونو کې سېلابونو خلکو ته مالي زیانونه اړولي دي.
باختر خبري آژانس چې طالبان یې اداره کوي، نن د نورستان ولایت په منډول ولسوالۍ کې د سېلاب له کبله د صحي کلینیک د ویجاړېدو خبر ورکړ.
باختر د دې کلینیک ویډیو هم خپره کړې خو د انساني مرګژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.
آژانس د کونړ ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې هم د ږلۍ او سېلابونو له وجې د مالي زیانونو خبر ورکړی دی.
د خبر له مخې د ناړۍ په شېرګَل او ازیرګَل سیمو کې ۵۷ هکتاره ځمکه، د اوبو ۸۵ سربندونه، لسګونه څاروي او باغونه له منځه تللي. Читать дальше...
ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې د نشه اي موادو د تولید او قاچاق له عمده مرکزونو څخه شمیرل کیږي. د کوکنارو او چرسو د کښت لپاره د دې ولایت هوا مناسبه ده او جفرافیایي موقعیت یې هم په دې برخه کې مرسته کړې ده. په دې مستند کې مو همدا مساله راسپړلې ده، همداراز به مو په ننګرهار کې د نشه اي موادو د پلور یوه مهم بازار ته ورولو چې هلته څوک د تصویر اخیستو اجازه نه لري.
مراد علي شاه زياته کړه، "له سجاول څخه د شاوخوا ۵۳،۵۲۲ کسانو د ايستلو منصوبه ده. د بدين له درو تحصيلونو نېږدې ۲۱،۰۰۰ کسان ۲۱زره کسان خوندي ځايونو ته ايستل کېږي. په کراچۍ کې به له ۷۰ خطرناکو ودانيو څخه خلک ايستل کېږي. دا ډول به د ټټه له ساحلي سيمو هم خلک باسو."
په افغانستان کې ښایي ډېری خلک د ګرافیک ډیزاین له نوم سره اشنا نه وي، خو که موږ خپل شاوخوا وګورو، د ګرافیک ډیزاینر کار په يو څه کې حتما محسوسولی شو.
د کتابونو له پوښتیو رانیولې، د دوکانونو تر لوحو، لوګو ګانو،اعلانونو نور او نورو پورې.
ثنا کاکړ، له یو ګرافیک ډیزاینر سره خبرې کړي او دا راپور یې پرې چمتو کړی دی چې د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:
د تیونس د قصرين ښار حسین المیساوي ۱۱۹ کاله عمر لري. د تیونس ډاکټران وايي چې المیساوي په هغه هېواد کې تر ټولو زیات عمر لرونکی کس دی. حسین المیساوي وايي چې د نړۍ دواړه لوی جنګونه یې لیدلي او د تیونس د ازادۍ لپاره یې هم په مبارزه کې برخه اخيستې ده.
د سوریې په شمال ختیځ کې ۲۲ امریکایي سرتېري د یوې هیليکوپټرې د لوېدو په پېښه کې ټپیان شوي دي.
رویټرز خبري اژانس لیکلي چې د امریکا پوځ د دوشنبې په ورځ ناوخته د پېښې د لامل پرته اعلان وکړ چې دغه هیليکوپټره د یکشنې په ورځ لوېدلې ده.
د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ سنټکام ویلي، د پېښې لس ټپيان له دغې سیمې بهر پرمختللو روغتیایي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
د سنټکام مسوولانو د نورو اطلاعاتو په اړه پوښتنو ته ځواب نهدی ورکړی.
په سوریه کې د داعش د پاتې شونو په وړاندې د مبارزې د ماموریت لپاره د امریکا شاوخوا ۹ سوه سرتېري هلته مېشت دي. Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د ادارې مشر رافایل ګروسي اوکراین ته روان شوی، څو هلته له یوه زورور سېلاب وروسته د زاپوریژیا اټومي بټۍ وارزوي.
د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د ښاغلي ګروسي د یوه ټویټ په حواله چې پرون دوشنبه یې کړی لیکلي، د زاپوریژیا بټۍ له سېلاب وروسته د اوبو د کموالي له احتمالي خطر سره مخامخ ده.
زاپوریژیا د اروپا په کچه تر ټولو لویه اټومي بټۍ ده چې پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته د روسي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده.
په اوکراین کې پر دنیپر سیند د تر ټولو لوی بند کاخوفکا له ویجاړولو... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net