د ترکیې ولسمشر وروسته له هغې د سويډن پر حکومت کلکه نيوکه وکړه چې په سټاکهولم کې د قرانکریم یوه نسخه وسوځول شوه.
رجب طیب اردوغان وویل، ترکیه به هیڅکله د پارونکو سیاستونو او تهدیدونو پر وړاندې سر ټیټ نه کړي.
اردوغان د اختر په دویمه ورځ د خپل ګوند غړو ته وویل، موږ به د لوېدیځ د هغه په خبره" کبرجنو" خلکو ته دا ور زده کړو چې د مسلمانانو مقدساتو ته توهین د بیان ازادي نه ده.
هغه زیاته کړه ترکیه به د د دغه کرغېړن اعتراض پر وړاندې سخت غبرګون ښکاره کړي.
د سويډن پولیسو د قران کریم پر ضد د لاریونونو... Читать дальше...
پاکستان نن پنجشنبه رسماً د لوی اختر نمانځل پیل کړ. د بې وزلي زیاتېدل او بې ساری مالي پړسوب پاکستان کې د اختر پر نمانځلو سیوری غوړولی.
د اوکراین پوځ وايي، په ختیځ باخموت ښار په شاوخوا سیمو کې یې د سختې جګړې وروسته یو څه پرمختګ کړی دی.
نن د اوکراین د دفاع وزیر مرسیتالې هانا مالیار وویل، اوکرایني سرتېري له روسيي ځواکونو سره د هر متر خاورې د بېرته ازادولو لپاره په شدت جګړه کوي او پرمختګ لري.
هغې زیاته کړه، چې روسي ځواکونه هڅه کوي، چې خپلې مورچلې وساتي نو ځکه ځوابي بریدونه کوي، خو د تلفاتو له ورکولو وروسته بېرته په شا کېږي.
په همدې حال کې د اوکراین د ځمکنیو ځواکونو قوماندان الکساندر سیرسکي ادعا کړې، چې اوکرایني ځواکونه ورو، خو په داومدار پرمختګ لري. Читать дальше...
د اقتصاد او سولې انسټېټیوټ د ۲۰۲۳ کال د سولې په نړیواله درجه بندۍ کې افغانستان د ۱۶۳ هېوادونو په منځ کې د نړۍ تر ټولو بې ثباته هېواد بللی دی.
د اقتصاد او سولې انسټېټیوټ افغانستان د اتم پرلهپسې کال لپاره د نړۍ تر ټولو بې ثباته هېواد معرفي کړ.
دغه انسټېټیوټ په خپل ۱۷م کلني راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ خپور شو، لیکلي چې له افغانستان وروسته یمن، سوریه، جنوبي سوډان او د کانګو دیموکراتیک جمهوریت په دې درجه بندۍ کې راځي.
په دغه راپور کې، چې په ۲۰۲۲ کال کې د نړۍ په ۱۶۳ هېوادونو کې د سولې وضعیت څېړل... Читать дальше...
د افغانستان د بدن ښکلا او فزیکي تکړښت فدراسیون خبر ورکړی، چې شپږ لوبغاړي به یې د سویلي اسیا په سیالیو کې ګډون وکړي.
یاد فدراسیون د چهارشنبې په ورځ په یوه خبر کې ویلي، دا د سویلي اسیا هېوادونو د لوبغاړو ترمنځ دیارلسم پړاو سیالۍ دي، چې یوه اوونۍ وروسته پیلېږي.
په خبر کې ویل شوي، چې سیالۍ به د جولای میاشتې له ۵مې نېټې تر ۹مې نېټې په مالديپ هېواد ترسره شي.
په دې لوبو کې به د افغانستان په استازولۍ ابوبکر برهاني، جواد میرزايي، وحیدالله نوزاد، عبدالصبور سهاک، علي رضا آساهي او شریف احمد شریفي سیالۍ وکړي. Читать дальше...
د کرکټ پنځوس اوریز نړیوال جام د لارموندنې سیالیو د شپږ غوره لوبډلو پړاو پیل شو.
د دې پړاو لومړۍ سیالي نن پنچشنبه د کوربه زمبابوې او عمان لوبډلو ترمنځ پیل شوې ده.
زمبابوې د خپلې توپوهنې پاڼۍ بشپړه کړې او د ۳۳۳ منډو هدف یې ایښی دی.
دوی ته شان ویلیمس ۱۴۲ منډې وکړې او د عمان په توپ اچونکو کې فیاض بټ ۴ لوبغاړي وسوځول.
د شپږ غوره لوبډلو په پړاو کې زمبابوې، سریلانکا، ویسټ اینډیز، عمان، نیدرلنډ او سکاټلنډ لوبډلې یو د بل پر وړاندې سیالۍ کوي.
سریلانکا او زمبابوې هغه دوه لوبډلې دي، چې له لومړۍ پړاو یې له ځان سره څلور څلور نومرې راوړي دي. Читать дальше...
د انګلستان په کوربتوب د ایشیز لوبلړۍ دویمه ټېسټ لوبه د جون په ۲۸مه نېټه د کرکټ په کور لارډز لوبغالي کې پیل شوې ده.
د دې ټېسټ لوبې پچه انګلستان ګټلې او اسټرالیا ته یې د توپوهنې بلنه ورکړې.
اسټرالیا د خپلې توپوهنې لومړۍ پاڼۍ بشپړه کړه او تر ۴۱۶ منډو وروسته یې ټول لوبغاړي وسوځېدل.
د یادې لوبډلې لپاره یو وار بیا سټیف سمیت ښه ولوبېد، هغه ۱۱۰ منډې وکړې.
دغه راز ټریویس هېډ او ډیویډ وارنر په ترتیب سره ۷۷ او ۶۶ منډې وکړې.
د انګلستان په توپ اچونکو کې اولي روبینسن او جاش ټنګ درې درې ویکټې ترلاسه کړې. Читать дальше...
د ګالپ موسسې یوه تازه نظرپوښتنه ښيي، چې ۹۸ سلنه افغانان احساس کوي چې په نړۍ کې له هر چا ډېر له رنځ سره مخ دي.
د ګالپ نړیوالې موسسې تازه موندنې ښیي، وروسته له هغې، چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي د افغانانو ژوند د تېرې یوې لسیزې په پرتله بد او خورا ستونزمن شوی.
ګالپ خپله نظر پوښتنه په ۲۰۲۲ کال کې په ۱۴۲ هېوادونو کې له ۱۴۷ زره کسانو سره د مرکو پر بنسټ برابره کړې او په دې مرکو کې له خلکو د هغوی د احساساتو په اړه پوښتل شوي دي.
د ګالپ د معلوماتو له مخې، ۹۸ سلنه افغانان احساس کوي، چې په نړۍ کې له هر چا ډېر له رنځ سره مخ دي. Читать дальше...
یو شمېر کابل ښاریان وايي، د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو مخکې به دوی د راډیوګانو له لارې، هر چېرې چې وو ځانګړي اختریز پروګرامونه تعقيبول او په دې توګه به یې د اختر ورځې او شېبې په خوشحالۍ تېرولې، خو د دوی په خبره اوس یې اخترونه ډېر ساړه دي.
د کابل ښار يو ټکسي چلوونکی چې نه غواړي نوم یې راپور کې واخیستل شي وايي: "پخوا ښه وه راډیو کې لږ سندرې به مو اورېدلې، ورځ به تېرېدله، اوس مو ورځ ډېره په سختۍ تېرېږي."
نوموړی وايي، د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره اړ دی، چې د اختر په ورځو کې هم کار وکړي.
د هغه... Читать дальше...
د تېلو او پېټرولو مملکت وزیر مصدق ملک په لاهور کې خبرې غونډې ته وويل چې د دې تګلارې له مخې به په هېواد کې د پېټرولو د درامدوونکيو څو کمپنيانو اجاره داري ختمه شي.
له ګاونډي پاکستان څخه کندهار ته ستنې شوې افغانې کورنۍ د بې روزګارۍ او سرپناه له نشتوالي شکایت کوي.
په کندهار کې د طالبانو د حکومت د کډوالو چارو د ادارې د معلوماتو پر اساس په تېرو شپږو میاشتو کې شاوخوا ۹ زره کډوالې کورنۍ د دغه ولایت د سپين بولدک له لارې هېواد ته ستنې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د غربت او بې کارۍ له امله ګڼ شمېر ځوانان ګاونډي ایران او نورو هېوادونو ته په قاچاقي ډول د تګ هڅه کوي.
نور تفصیل د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:
یوه ښځه په هرات ولایت کې د دودیزو درمل جوړولو برخه کې کار کوي.
اغلې فروزان نیک فرجام چې په ایران کې دودیز درمل جوړول زده کړي، اوس د حجامت درملنې ترڅنګ، طبیعي سينګار توکي او له بوټو څخه صابون جوړوي او بیا یې بازار ته یې وړاندې کوي.
نوموړې نورو ۱۰ کسانو ته هم د کار زمینه برابره کړې ده.
نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:
د ارزګان ولایت اوسېدونکي وايي، سږ کال په دغه ولایت کې ډېر شمېر خلکو په مېلو کې ګډون کړی دی.
دوی وايي، په سیمه کې د پخوا په پرتله امن ښه شوی او د لرې پرتو سیمو څخه خلک د ترینکوټ ښار ته د مېلو لپاره ورغلي دي.
بلخوا هټيوال وايي، پېر او پلور یې کم شوی او خلک په جیبونو کې پیسې نه لري.
نور تفصيل د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:
د فیلیپین ولسمشر هغه راپورونه رد کړل، چې ګنې هېواد یې له امریکا سره د افغانانو د موقتي مېشتولو پر سر موافقې ته رسېدلی.
فردیناند مارکوس جونیر یوې غونډې ته ویلي، چې د افغانانو د موقتي مېشتولو مسئله تر غور لاندې ده او ویې ویل، غواړي په دې برخه کې داسې لارې ولټوي چې د هېواد امنیت ته یې کوم ګواښ پېښ نه وي.
ولسمشر فردیناند اندېښنه وښوده چې له فیلیپینه د یوه عبوري هېواد په توګه استفاده ښايي امنیتي اندېښنې او تر څنګ یې حقوقي او لوجستیکي ننګونې پېښې کړي.
څه وخت مخکې په امریکا کې د فیلیپین سفیر خوزه... Читать дальше...
د افغانستان په شمالي څنډو کې د بدخشان ځینې سیمې نن د پنځو درجو په ځواک یوې زلزلې ولړزولې.
د امریکا د جیولوژۍ د سروې د موندنو له مخې د زلزلې مرکز د تاجکستان ګورنو بدخشان ته نږدې و.
د راپور له مخې په فیض اباد، جرم، اشکاشم په سیمو کې د زلزلې کمزوري ټکانونه حس شوي.
چا ته لا د زیانونو د رسېدو په اړه راپورونه نه دي خپاره شوي.
بنديانو له پوليسو څخه په زوره وسله واخيسته او پکې ۱۸ قيديانو له زندان څخه د تښتېدلو هڅه وکړه. په دغو کې یو له پولیسو سره په ډزو کې وژل شوی، دوه نور ژوبل دي او ۱۴ بیا په تښتېدو بریالي شوي دي.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف نن (د جون پر ۲۹مه) د خپل ټويټر پاڼې له لارې خلکو ته د لوی اختر مبارکي ورکړې ده.
طالبانو پر افغانستان تر واکمنیدو وروسته پر موسیقۍ بندیز لګولی چې له امله یې یوشمېر هنرمندان نورو هېوادونه ته کډه شوي. په دوی کې ریحانه او مصطفی پاکستان ته کډه شوي او هنري فعالیتونه ته يې دوام ورکړی دی. تفصیل په ویډیو کې
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن وايي، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د نوې خاموشې ډپلوماسۍ سره سره له ایران سره د نوي اټومي تړون موضوع مطرح نه ده.
بلېنکن پرون چهارشنبې په نيويارک کې وويل، که څه هم دوی غواړي چې نوې ډيپلوماټيکې لارې ولټوي، خو په اوس وخت کې نوی تړون په پام کې نه شته.
نوموړي زیاته کړه، چې دوی به د ایران کړو وړو ته ګوري او د دواړو هېوادونو د راتلونکو اړیکو لپاره له تهرانه غواړي داسې ګامونه پورته نه کړي چې له امريکا سره او هم په منځني ختیځ کې د کړکېچ د لا زیاتېدو سبب ګرځي.
واشګنټن پوسټ:
امریکایۍ واشنګټن پوست ورځپاڼې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې روغتیایي خدمتونو ته پام اړولی دی.
د ورځپاڼې په لیکنه په تېرو نږدې دوو کلونو کې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي دي، د دې هېواد په لیرې پرتو کلیوالي سیمو کې روغتیایي خدمتونه په چټکۍ مخ په خرابېدو دي.
ډاکټرانو، نرسانو او روغتیایي چارواکو واشنګټن پوسټ ته ویل، چې دولتي روغتیایي مرکزونو ته اوس ډېر هغه ناروغان ورځي چې پخوا به یې غوره بلله چې په خصوصي روغتیایي مرکزونو کې د ځان درملنه وکړي او علت یې هم دا دی، چې د دوی اقتصادي وضعیت اوس خراب شوی دی. Читать дальше...
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ پرون چهارشنبې وویل، چې د جولای په شپږمه نېټه یې یوې غونډې ته د ترکیې، سویډن او فنلنډ جګپوړي چارواکي ور بللي ترڅو په دغه پوځي تړون کې د سویډن د غړیتوب د غوښتنلیک پر وړاندې د ترکیې د مخالفت د ستونزې حل لاره ومومي.
دا غونډه د سټولټنبرګ له خوا وروستۍ هڅه ده، چې په راتلونکې اوونۍ کې د ناټو له سرمشریزې د مخه د سویډن د غړیتوب پر وړاندې وروستي خنډونه لیرې کړي.
ټاکل شوې، چې د لېتوانیا پلازمېنه ویلنیوس به د جولای له یوولسمې تر دولسې پورې د دې سرمشریزې کوربه وي.
په ناټو کې... Читать дальше...
په کابل کې د اختر فضا حاکمه ده، خو شته داسې یو زیات شمېر خلک چې د بېوزلۍ له امله نه شي په خپل زړه او ښه توګه دا اختر ونمانځي.
په افغانستان کې دا اختر په سختو اقتصادي شرایطو کې رارسېدلی.
د ملګرو ملتونو په وینا، تر ۹۰ سلنه ډېر افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.
د طالبانو حکومت وایي، چې په کابل او ولایتونو کې یې لسګونه زره امنیتي کسان د اختر د ورځو امنیت ته ګمارلي دي.
باختر دولتي اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی لیکلي، پرون میلیونونه کسانو د اختر لمونځونه په ارامه فضا کې ترسره کړل او د ورځې تر پایه د کومې پېښې راپور ورنه کړل شو.
د طالبانو امنیتي کسان په سړکونو، لارو کوڅو او تفریح ځایونو کې د پخوا په نسبت ډېر لېدل کېږي.
د ازادي راډیو اورېدونکو هم له بېلابېلو سیمو ویلي، چې اختر یې په ارامه فضا کې لمانځلی، خو په خبره یې له اقتصادي اړخه یې د اختر رنګونه پیکه شوي. Читать дальше...
د پاکستان امنیتي ځواکونو د افغانستان پولې ته نږدې د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې یا داعش یو قومندان او دوه نور اورپکي وژلي دي.
لوېدیځو اژانسونو د پاکستان د پوځ په حواله ویلي، چې د داعش دغه قومندان د چهارشنبې په ورځ په باجوړ سیمه کې له منځه وړل شوی.
اسوشېټېډپریس په خپل راپور کې د داعش د دغه قومندان نوم شفیعالله یاد کړی دی او د پاکستان د پوځ په حواله یې ویلي، چې د امنیتي ځواکونو او ملکیانو د وژلو په بېلابېلو پېښو کې یې لاس درلود.
خبر کې راغلي، امنیتي ځواکونو باجوړ کې د داعش پر دغه پټنځای د عملیاتو په پایله کې وسلې او مهمات هم نیولي دي. Читать дальше...
د افغانستان د هوا پېژندنې ملي ادارې په شپاړسو مرکزي، ختیځو او شمال ختیځو ولایتونو کې د شدید باران او سېلابونو خبرداری ورکړی دی.
د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، دغه خبر داری تر نن پنجشنبې پورې د اعتبار وړ دی او د دوی د اټکل له مخې ځینو سیمو کې د تندریز باران کچه ممکن له ۱۰ تر ۳۰ ملي مترو پورې ورسېږي.
دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي، چې وړمه ورځ د پروان په کوه صافي او سرخ پارسا ولسوالیو کې سېلابونو لسګونه کورونه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه تخریب کړه.
د پروان د کوه صافي ولسوال مولوي عبدالمتین ازادي... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
"Спартак" обыграл "Краснодар" и продлил беспроигрышную серию до 7 матчей при Слишковиче
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Рафаэль Надаль
Рафаэль Надаль первым в истории тенниса выиграл 200 матчей на грунтовых «Мастерсах»
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Премьер утверждён без интриги
Путин в России и мире
Москва
Снайперов из охраны Путина заметили с зарубежными винтовками
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Святая миссия русского солдата
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Селена Гомес
Бенни Бланко отреагировал на беременность Джастина и Хейли от Селены Гомес
Москва
Гол Чалова с пенальти принес ЦСКА победу над "Зенитом" в чемпионате России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net