۶۰ کلن ضياالدين شينواری يو مسلکي موټرسایکل چلوونکی دی. نوموړی د نړۍ په سيل وتلی او د شاوخوا يوې مياشتې تر سفر کولو وروسته له اروپايي هېواد ناروې څخه خپل پلرني ټاټوبي خيبر ضلعې ته رسېدلی دی. شینواری چې دی ناروې شهریت لري، وايي، د سفر هدف يې خلک د پاکستان تاريخي او نورو سيلځايونو ليدلو ته هڅول دي. ویډیويي رپورټ.
د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې د ټېسټ اتلولیو په پایلوبه کې هندوستان ته د ۲۰۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د لوبې په پنځمه ورځ یې د اتلولۍ جام وګاټه.
دا د ټېسټ کرکټ د اتلولیو دویم پړاو دی او اسټرالیا په لومړي ځل اتلولي وګټله.
هندۍ لوبډلې په دواړو پړاوونو کې پایلوبې ته لار موندلې وه، خو لا یې اتلولي نه ده ګټلې.
دغه سیالي چې د جون میاشتې په ۷مه نېټه د انګلستان په اوول لوبغالي کې پیل شوې وه، هند د لوبې پچه ګټلې وه او توپ اچونه یې غوره کړه.
اسټرالیا په خپل لومړي وار کې د ټولو لوبغاړو سوځېدو په سر ۴۶۹ منډې کړې وې. Читать дальше...
د افغانستان د ړنګ شوي جمهوري نظام د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون چې طالبانو منحل کړی او اوسمهال په بهر کې فعالیت کوي، د افغان ماشومانو پر زده کړو د طالبانو د حکومت بندیزونه د بشري حقونو د معیارونو خلاف عمل بولي.
د افغانستان د ړنګ شوي جمهوري نظام د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون چې طالبانو منحل کړی او اوسمهال په بهر کې فعالیت کوي، د یوې اعلامیې په خپرولو سره، په افغانستان کې د ماشومانو د تعلیم په برخه کې د نړیوالو موسسو د فعالیتونو د بندولو په اړه د طالبانو د حکومت احتمالي پرېکړه ټکان ورکوونکې بللې ده. Читать дальше...
د جګړه ځپلي اوکراین له ځینو برخو د سختو جګړو د دوام راپور ورکړل شوی دی.
په داسې حال کې اوکراین هڅه کوي پر لوهانسک او دونیڅک سیمو، چې روسیې یې ځینې برخې له وړاندې اشغال کړي، بشپړه ولکه ټینګه کړي، د اوکراین پوځ د دغه هېواد په ختیځ کې د سختو جګړو د دوام خبر ورکړی دی.
د اوکراین پوځ له روسیې د اشغال شویو سیمو د بېرته نیولو لپاره پراخ تهاجمي عملیات پیل کړي دي.
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي پرون شنبه ومنله، چې دغه تهاجمي عملیات چې له اوږدې مودې یې انتظار کېده، پیل شوي دي.
زیلینسکي ویلي، پوځي-... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو ایف پي وايي، د روان میلادي کال له جنورۍ تر مارچ میاشتې پورې په افغانستان کې څلور سوه زره ماشومانو د دوی د تغذیې له پروګرامه ګټه اخیستې ده.
دې ادارې نن په خپل ټویټر کې لیکلي، چې د تغذیې پروګرام له خوارځواکۍ څخه د ماشومانو د ساتنې او ژغورنې په برخه کې مرسته کوي.
د خوړو نړیوال پروګرام د اروپايي ټولنې، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان او جنوبي کوریا مننه کړې، چې د دې پروګرام ملاتړ یې کړی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان د روان میلادي کال په فبرورۍ میاشت کې ویلي... Читать дальше...
د خیرپښتونخوا په ځینو برخو کې پرون سخت اورښتونه د ۲۵ کسانو د مړینې، د ۱۴۵ کسانو د ژوبلېدو او ګڼو کورونو د نړېدو سبب شوي دي.
په خیبرپښتونخوا کې د ژغورنې د چارو مخکښ افسر خاطر احمد پرون ویلي، بارانونو او ږلۍ بنو، لکي مروت او کرک ولسوالۍ ځپلي او د برښنا ځینې پایې یې چپه کړې دي.
د ده په وینا، چارواکي هڅه کوي ژوبلو کسانو ته اضطراري خدمات وړاندې کړي.
تېر کال د پشه کال بارانونو او سېلابونو د پاکستان زیاتې برخې ویجاړې کړې او څه باندې ۱۷۰۰ کسان یې مړه او ۳۳ ملیونه نور کسان یې اغېزمن او ۸ ميلیونه بېځایه کړي وو.
د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د تحلیل او څار کمېټې تازه راپور یو اړخیز او نامتوازن وباله.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد په هغه اعلامیه کې چې نن رسنیو ته لېږل شوې ویلي، د امنیت شورا د بندیزونو دوام او دا ډول راپورونه له تعصب ډک دي، چې د استقلال او د نه لاسوهنې له اصولو سره په ټکر کې دي.
د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د بندیزونو د تحلیل او څار کمېټې په خپل نوي راپور کې ویلي، طالبان له القاعده او پاکستاني طالبانو سره پیاوړې اړیکې لري او تر څنګ یې ځینې نورې ترهګرې ډلې هم د دوی تر واکمنۍ لاندې فعالیت او ازادي لري. Читать дальше...
په وروستیو کې له پاکستان تحریک انصافه جلا شوي یوشمېر سیاستوالان د هغه ګوند د پخواني عمومي سېکرټر جهانګیر خان ترین په مشرۍ په استحکام پاکستان ګوند ورګډ شوي دي. ترین د جون پر اتمه په لاهور کې د خپل ګوند جوړولو اعلان وکړ او و یې ویل چې د دې کار موخه د پاکستان د ثبات او پرمختګ لپاره هڅې کول دي. دا تر هغې وروسته ده چې د مې پر نهمه د تحریک انصاف د مشر او پخواني وزیراعظم تر ګرفتارۍ وروسته د پاکستان په یوشمېر ښارونو کې پراخې مظاهرې وشوې. د احتجاجونو پر مهال پارېدلو کسانو دولتي، پوځي او شخصي ودانیو ته زیان واړاوه. Читать дальше...
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون پرون خپل ایراني سیال ابراهیم رییسي ته د ایران له خوا روسیې ته د بې پېلوټه الوتکو د ورکړې د عواقبو په اړه خبرداری ورکړ.
د مکرون دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، په دې ټلیفوني مکالمه کې ایمانویل مکرون له ایرانه غوښتنه وکړه، خپل هغه ملاتړ سم د لاسه کم کړي، چې د اوکراین په وړاندې په جګړه کې یې روسیې ته برابروي.
د اعلامیې له مخې د فرانسې ولسمشر د ایران د اټومي پروګرام د مسیر په باب هم اندېښنه وښوده.
بریتانیا، فرانسه، جرمني، د امریکا متحد ایالتونه او اوکراین وايي روسیې... Читать дальше...
د کاناډا صدراعظم جسټین ترودو پرون په نااعلان شوي سفر کییف ته د سفر پر مهال له کییف سره د نورو پوځي مرستو ژمنه وکړه.
ترودو د اوکراین په جنوب کې د روسیې تر ولکې لاندې د کاخوفکا په نوم د اوبو د بند ویجاړېدل وغندل.
اوکراین د دې بند په ویجاړۍ کې روسیه په لاس لرلو تورن کړی، خو مسکو دغه تور ردوي.
د کاناډا صدراعظم له اوکراین سره د ۳۷۵ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د پوځي مرستې د نوې بستې اعلان وکړ او ویې ویل چې کاناډا به هم د F-16 ډوله جنګي جټ الوتکو د کارونې لپاره د اوکرایني پیلوټانو د روزنې په پروګرام کې برخه واخلي. Читать дальше...
د امریکا یو وګړی، چې د موسیقۍ الو غږوونکی او پخوانی پراشوټباز دی، په روسیه کې د مخدره موادو د قاچاق د تنظیم په تور نیول شوی دی.
د مسکو یوې محکمې نن یکشنبه وویل، د مسکو د خاموفنیکي ولسوالۍ محکمې د امریکا د دې وګړي په وړاندې قانوني اقدام کړی او د اګست میاشتې تر شپږمې به په توقیف کې وي.
دغې محکمې په ټلګرام کې لیکلي، د امریکا پر دغه پخواني پراشوټباز او د موسیقۍ غږوونکي د مخدره موادو د کاروبار او د ځوانانو د ښکېلولو تور پورې شوی دی.
رویټرز خبري اژانس لیکلي، چې دغه راپورونه په خپلواک ډول نه شي تاییدولی. Читать дальше...
یو شمېر ښوونکي چې په کرايي کورونو کې ژوند کوي له طالبانو غواړي چې د ښوونکو په ښارګوټو کې ښوونکو لپاره د استوګنيزو نمرو د وېش بهیر بېرته پیل کړي.
ښوونکې ازاده، د ړنګ شوي جمهوري نظام پر مهال د جګړو له امله له کاپیسا ولایت څخه کابل ته کډه شوې ده.
دا چې په یو کرايي کور کې ژوند کوي، ازادي راډيو ته یې وویل، اوسمهال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده.
ازاده د طالبانو له حکومته غواړي چې ښوونکو ته د دوی په نوم په استوګنیزو ښارګوټو کې د نمرو د وېش درول شوی بهیر، چې ړنګ شوي جمهوری نظام پیل کړی و، بېرته پیل کړي. Читать дальше...
د جون پر ۱۰مه د کوټې پریس کلب مخې ته په هغې احتجاج کې شریک د لاردکه بلوڅانو لپاره تنظیم (وایس فار بلوڅ مېسېنګ پرسنز) مرستیال مشر ماما قدیر بلوڅ یو ځل بیا د پاکستان له حکومت او امنيتي ادارو څخه غوښتنه وکړه چې جبري لادرکه کسان دې عدالتونو ته وړاندې کړي.
د تناره تر څنګ کېناستل او ډوډۍ پخول اسانه کار نه دی، خو نېک بخته وايي، د ژوند سختیو دې ته اړه کړې چې دې کار ته مخه کړي.
نوموړې چې له ۸ میاشتو څخه په دې کار بوخته ده وایي، له خپلې بنې سره کار کوي او له دې لارې د کورنۍ لګښتونه پوره کوي.
ثنا کاکړ له اغلې نېک بختې سره غږېدلې، دا چې هغه د خپل کار په اړه نور څه وايي، په دې راپور کې به یې واورئ.
د راپور اورېدو لپاره لاندې غږیز فایل کېکاږئ:
یو شمېر افغان محصلان چې د هند په بېلابېلو پوهنتونونو کې یې لوړې زدهکړې کولې او واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، افغانستان کې بند پاتې شوي د خپل نامعلوم برخلیک ته ځورېږي.
په دوی کې د لیسانس او دوکتورا تر کچې محصلان شته، چې ځینې یې د خپل ډیپلوم تر لاسه کولو لپاره باید یوازې یوه حضوري ازموینه ورکړي.
منظور اخندزاده د هند په پونې پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس د وروستي سمستر محصل دی.
تمه وه د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د خپل زدهکړو د پای ته رسولو لپاره هند ته ولاړ شي، خو د طالبانو لهخوا د جمهوري نظام له سقوط سره سم یې تر ننه برخلیک نامعلوم دی. Читать дальше...
په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت او نورو هېوادونو ته یې د ګواښ په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور ناسم بولي، د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت ملي شورا ادعا کوي چې طالبان غواړي د افغانستان شمال د ترهګرو پر ځاله بدل کړي.
د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا د بندیزونو د څارنې او څېړنې کمېټې هغه راپور نه مني، چې پهکې د القاعده او پاکستاني طالبانو په ګډون ترهګرو ډلو سره د دوی د اړیکو دوام ښيي.
د طالبانو حکومت نن په یوه اعلامیه کې چې رسنیو... Читать дальше...
د جنوبي وزیرستان په ناامنیو کې معذوره شویو لسګونه کسانو په اسلام اباد کې احتجاجي ناسته پیل کړې ده. دوی د جون پر ۱۰مه مشال راډيو ته وویل چې حکومت دې ورسره مرسته وکړي او ورته دې له قانون سره سم پر ځانګړو څوکیو دندې ورکړي چې دوی خپلې کورنۍ وساتي. په جنوبي وزیرستان کې په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې د ځمکلاندې بمونو چاودنو، بریدونو او عملیاتو پر مهال لسګونه کسان معذوره شوي دي. د پاکستان وفاقي حکومت لا اسلام اباد ته د ورغلیو پرتلوالو د غوښتنو په اړه څه نه دي ویلي خو د جنوبي وزیرستان انتظامیې تر دې مخکې په... Читать дальше...
د امریکا د فلورېډا ایالت یو تن ۱۰۰ ورځې په سمندر کې تېرې کړې. د فلورېډا د سمندري وسایلو د پرمختګ یوې ادارې ډاکټر جوزېف ډيټوري سمندري اوبو ته دننه لېږلی وو چې مقصد یې د سمندري ژویو او وسایلو په اړه معلومات راټولول دي.
مېل انلاين:
مېل انلاین لیکي، له کله چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست کې کابل نیولی دی، داعش خپلې حملې زیاتې کړې دي.
دا انلاین خپرونه د بدخشان په مرکز فیضاباد کې د پنجشنبې د ورځې چاودنې ته اشاره کوي چې مسوولیت یې داعش منلی دی.
په دې چاودنه کې لږ تر لږه دیارلس تنه ووژل شول او شاوخوا دېرش تنه نور ټپیان شول.
مېل انلاین د داعش خراسان څانګې د جمعې د ورځې د خپاره شوي بیان په استناد لیکلي چې په دې حمله کې چې په نبوي جومات کې وشوه لږ تر لږه د طالبانو شل مشران وژل شوي دي او پنځوس تنه نور ټپیان شوې دي. Читать дальше...
د بریتانیا حکومت وايي، غواړي جګړه ځپلي اوکراین ته ۱۶ میلیونه پاونډه چې د ۲۰ ملیون ډالرو معادل کېږي، د مرستې په ډول ورکړي.
په داسې حال کې چې د اوکراین خرسون ښار ته څېرمه د کاخوفکا بند ویجاړېدو د نږدې ۳۲زره کسانو ژوند اغېزمن کړی، د بریتانیا حکومت پرون شنبه اعلان وکړ، چې اوکراین ته ۱۶ ملیونه پاونډه چې د ۲۰ ملیون امریکايي ډالرو معادل کېږي، د اضافي بشري مرستې په توګه ورکوي.
د جرمني خبري اژانس په لیکنه، په دغو پیسو کې د سره صلیب لپاره ۱۰ میلیونه پاونډه، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا... Читать дальше...
د هند ځینو رسنیو راپور ورکړی، چې د یوې ښځې په ګډون څلور کسان چې غوښتل یې افغانستان تر تګ وروسته هلته له داعش ډلې سره ملګري شي، نیول شوي دي.
د هند د ګجرات ایالت د تروریزم ضد ډلې پرون شنبه ویلي، چې په نیول شویو کې درې نارینه د کشمیر د سرینګر اوسېدونکي دي او نیول شوې ښځه د ګجرات د سورات ښار اوسېدونکې ده.
د هند رسنۍ وايي، دغو څلور واړه کسانو غوښتل د ایران له لارې افغانستان ته تر اوښتو وروسته د داعش ډلې د خراسان ولایت له څانګې سره ملګري شي.
د پولیسو یوه چارواکي دیپان بهادران ویلي، پر دغو کسانو د... Читать дальше...
د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو چارواکي وايي، په کوف اب ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۳ کسان مړه شوي دي.
د بدخشان د امنیې قوماندانۍ لپاره د طالبانو ویاند احسانالله کامګار رسنیو ته ویلي، دغه پېښه پرون تر غرمې مخکې د نشر په نوم کلي کې شوې ده.
په دې وروستیو کې د افغانستان له بېلابېلو برخو د ترافیکي پېښو له کبله د خلکو د مرګژوبلې راپورونه ورکول کېږي.
د چلوونکو بې احتیاطي، د ټرافیکي اصولو نه رعایت او د سړکونو نه خوندیتوب د زیاتو ترافیکي پېښو اصلي علت بلل کېږي.
سعودي رسنۍ وايي، د شاه سلمان د بشري مرستو خیریه مرکز د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې پر سېلاب ځپلو او اړو کورنیو زر بوجۍ اوړه وېشتلي دي.
د سعودي عربستان سعودي پوست انګرېزۍ ژبې رسنۍ پرون راپور ورکړی، چې له دغو مرستو شپږ زره کسان برخمن شوي دي.
ملګرو ملتونو ویلي، په افغانستان کې بشري مرستو د اړو کسانو شمېر نږدې ۲۸ میلیونو او ۷سوه زره ته زیات شوی دی، مخکې دغه شمېر ۲۸ ملیونه او درې لکه ښوول کېده.
د اوکراین ولسمشر وايي، د دغه هېواد تهاجمي او دفاعي پوځي عملیات د اجرا په حال کې دي.
د رویټرز خبري اژانس په لیکنه، ولودمیر زیلینسکي پرون شنبه له خبریالانو سره په خبرو کې په دې باب نور جزییات ورنه کړل، خو ویې ویل، دا نه شي په ډاګه کولی چې دغه تهاجمي او دفاعي عملیات په کوم پړاو کې دي.
کله چې د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین د تېرې جمعې د څرګندونو په اړه له زیلینسکي پوښتنه وشوه، چې ویلي یې وو، د اوکراین ځواکونو خپل هغه عملیات پیل کړي، چې ډېره ستاینه یې کوي.
ولودمیر زیلینسکي خپل اوږې او وروزې پورته وخوځولې. Читать дальше...
د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ ویلي، په پام کې لري، ډېر ژر د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره تماس ونیسي او خبرې ورسره وکړي.
شولڅ ویلي، چې ده تېر ځل د روسیې له ولسمشر سره ۱۵ میاشتې مخکې وروسته له هغې خبرې وکړې چې ده پر اوکراین د یرغل امر وکړ.
د جرمني صدراعظم پرون شنبه وویل، دی به ډېر ژر بیا له پوتین سره خبرې وکړي او ورنه وبه غواړي چې د عادلانه سولې لپاره یو شرط دا دی چې روسیه پوځیان له اوکراین وباسي.
روسیې د ۲۰۲۲م کال په فبروري میاشت کې پر اوکراین یرغل پیل کړ، چې لا هم دوام لري او په وروستیو کې... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Танцоры из Асбеста выступят в Москве
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Шнайдер вышла в третий круг турнира WTA-1000 в Риме, победив Самсонову в российском дерби
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
10 РЕДКИХ животных из Красной книги, которых можно встретить в Москве
Путин в России и мире
Москва
Слова Путина сказанные на Параде Победы в Москве вызвали негодование у Британии
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Наташа Королёва
«Она не ожидала»: стала известна реакция Королевой на инцидент в Кремле 9 мая
Москва
Канчельскис считает, что «Краснодар» может проиграть «Спартаку» из-за давления
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net