د نړۍ سلګونه زره حاجیان په عرفات کې نننۍ ورځ په دعاوو او عباداتو تېروي
په عرفات کې راټولېدل د حج یو له مهمو ارکانو څخه دي، حاجیان به د لمر لوېدو وروسته دمزدلفې پر لور ځي او سبا چهارشنبه د لوی اختر لومړی ورځ ده.
حاجیان به سبا په کاڼو د شیطانانو د ویشتلو لپاره لاړ شي او قرباني به هم وکړي.
خان محمد نظامي یو له هغو کسانو دی چې سږ کال له لوګر ولایت څخه حج ته تللی دی.
هغه د عرفات له غونډۍ څخه ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "زه همد اوس د عرفات په سیمه کې د جبل رحمت په نوم په یو لوړ ځای کې یم، ان شالله چې دا د نزول، رحمت او دعا د قبلېدو ځای ده."
سږ کال شاوخوا دېرش زره کسان له افغانستان څخه حج ته تللي دي.
د سږ د حج په مراسمو کې د نړۍ له ۱۶۰ هېوادونو څخه حاجیانو ګډون کړی، چې د راپورونو له مخې یې د کورنیو حاجیانو په ګډون شمېر څه باندې دوه میليونو تنو ته رسېږي.
د سعودي عربستان حکومت د حاجیانو د امنیت او سلامتۍ لپاره ځانګړي او بې سابقې تدابیر نیولي دي.
د راپورنو پر بنسټ، په عربستان کې هوا ډېره ګرمه ده او د تودوخې درجه ۴۴ سانټي ګراډ او رطوبت يې ۱۳ سلنې ته رسېدلی دی.
د شرق الاوسط ورځپانې راپور ورکړی چې د لومړی ځل لپاره د حج په مراسمو کې د مصنوعي ذهانت په مرسته حاجیانو ته ډیجیټلي کارتونه توزیع شوي دي چې د "نسک" په نوم د اپلېکېشن په مرسته حاجیانو ته لارښونه کوي او خدمات ورته وړاندې کوي.
تېر کال د کرونا وبا له امله سعودي عربستان ته د حاجیانو ورتګ محدود شوی و.
په ۲۰۱۵ کال کې د حج په مراسمو کې د ګڼې ګوڼې له کبله ۲۳۰۰ تنه مړه شوي وو.
