Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июнь
2023

رسنۍ: تېر او سږ کال ترکیې او ایران زرګونه افغان کډوال له خپلو خاورو ویستلي

0
ترکي رسنیو د دې هېواد د چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې شاوخوا ۲۳۰ افغان کډوال چې په غیرقانوني توګه ترکیې ته تللې وو، له بېلابېلو ښارونو ویستل شوي او افغانستان ته لېږل شوي دي‌.


دا په داسې حال کې ده، چې د ترکیې د کډوالو ادارې ویلي، د تېر میلادي کال په اوږدو کې یې له ۱۴۴ زره او ۴۴۱ افغانانو چې دې هېواد ته ورغلي وو، ۶۸ زره ۲۹۰ تنه چې په غیر قانوني توګه یې ترکیې ته سفر کړی و، له خپلې خاورې ویستلي دي.


ورته وخت کې د ایران دولتي اژانس ایرنا هم راپور ورکړی، چې د سږ کال پسرلي راهیسې ۹۰ زره افغانان په خپله خوښه یا هم په زور د دوغارون له پولې بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.


د ایرنا خبري اژانس په راپور کې زیاته شوې، اوسمهال په ایران کې نږدې پنځه میلیونه افغان کډوال شته چې هلته د اوسېدو قانوني اسناد لري‌.




هاخوا یو شمېر هغه افغانان چې له ترکیې او ایران تازه ویستل شوي، له دوی سره د دې هېوادونو د پولیسو له بد چلند شکایت کوي.


عبدالهادي چې نږدې اوونۍ وړاندې له ایران بېرته افغانستان ته راستون شوی او اوس د تخار د قرلق سلي په ولسوالۍ کې ژوند کوي ازادي راډيو ته وویل: "موږ ایران ته د کار او غریبۍ لپاره تللي وو. د ایران له پولې یې بېرته را ستانه کړو. دوه، درې ورځې کېږي چې راغلي یوو. د ایران پولیسو ډیر بد چلند کاوه، بدې خبرې یې کولې او ویل به یې تاسو باید خپل هېواد ته ولاړ شئ؛ ولې ایران ته راغلې یاست، اسناد نه‌لرئ، غیر قانوني یاست، وهل ټکول به یې کول."


عبدالله چې په کابل کې ژوند کوي ازاډي راډيو ته وویل، ورور یې ګلاب‌الدین د بې‌وزلۍ له امله ایران ته کډوال شو او له هغې ځایه په غیر قانوني توګه ترکیې ته ولاړ، خو د ترکيي پولیسو ونیوه او د وهلو ټکولو وروسته بېرته ایران ته ولېږل شو.


هغه وویل: "کډوال ډېر په ډار او ېره کې ژوند کوي. اصلاً ازاده تګ راتګ نه‌شي کولای. پولیس په مټرو او بس کې له کډوالو پوښتنې کوي. شخصي جامو کې وي او هغوی نیسي. اوس د ترکیې په پوله هم دومره پولیس دي چې څوک راتلای نه‌شي او د ترکیې دننه اوضاع هم ښه نه‌ده. موږ څو سازمانونو ته دلته نوم‌لیکنه وکړه، خو موږ ته یې احوال رانه‌کړ چې موږ به د ډیپورت کېدو څخه وژغوري."


له ترکیې او ایرانه د افغانانو ویستو په دې هېوادونو کې مېشت کډوال هم اندېښمن کړي.


په ترکیه کې یو تن چې نه غواړي نوم یې راپور کې واخیستل شي ازادي رادیو ته وویل: "د ګلاب الدین ورور د ترکیې او ایران په پوله کې ورک و، موږ یې په اړه هېڅ معلومات نه‌ لرل. بلاخره دا یوه اوونۍ کېږي چې موږ ته یې پیغام پرېښود. مسئله دا وه چې دوی غوښتل د ایران له لارې ترکیې ته ولاړ شي. ترکیې خاورې ته هم دننه شوې وو چې د ترکیې د پولیسو له لورې ونیول شول. دوی ویل، همدومره وخت چې دوی د ترکیې د پولیسو سره وو، دوی ته یې یوازې یو ګیلاس بوره او اوبه ورکولې، بس نور به یې درې وخته یوازې وهل. اوس مې ورور په ایران کې ژوند کوي، نوکان یې ترې ویستلي او لاس او پښې یې هم ورباندې ژوبلې کړي دي."




تر دې وړاندې په پاکستان کې مېشتو افغانانو او په دې هېواد کې د افغان بنديانو د مدافع وکيلانو له ډلې منزه کاکړ هم له افغان کډوالو او پناه غوښتونکو سره د پاکستاني پوليسو له ناوړه چلند شکايت کړی، چې دوی افغانان بنديان او ځوروي.


په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته، په ځانګړې توګه ګاونډیو هېوادونو، لکه ایران او پاکستان ته د افغانانو غیر قانوني مهاجرت ډېر شوی دی.


له دوی ډېری یې د امنیتي ګواښونو، بې‌روزګارۍ او بې‌وزلۍ له امله کډوالۍ ته اړ شوي دي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net