Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июнь
2023

ملګري ملتونه: د افغانستان لپاره تر ټولو لوی ګواښ د نشه‌يي توکو کارول دي

0
د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان د مبارزې دفتر یا 'یو این او ډي سي' وايي، په افغانستان کې د نشه‌يي توکو د کارونې په پرتله بل هېڅ خطر هومره ګواښوونکی نه‌دی.


د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان د مبارزې دفتر په خپل نوي راپور کې د افغانستان لپاره تر ټولو لوی ګواښ د نشه‌يي توکو کارول بللي.


دې ادارې پرون خپل راپور کې لیکلي: "د افغانستان د پلازمېنې کابل له ګڼې ګوڼې ډکو واټونو کې ډېر خطرونه شته، خو د نشه‌يي توکو په پرتله چې ټول ښار او هېواد یې وران کړی، بل هیڅ خطر دومره ګواښوونکی نه‌دی."


د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان د مبارزې دفتر ویلي، په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د نړۍ ۸۰ سلنه تریاک تولید شوي او تر څنګ یې دا هېواد په سیمه کې د 'ښېښې' په تر ټولو ستر تولیدونکي بدل شوی دی.


د طالبانو حکومت د دې راپور اړوند د دوی د غبرګون په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه، خو همدا پرون یې مشر ملا هبت‌الله په خپل اختریز پیغام کې ادعا وکړه چې په ټول افغانستان کې یې د کوکنارو د کښت مخه نیولې ده.




له بلې خوا د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان د مبارزې دفتر په خپل راپور کې په افغانستان کې په نشه‌يي توکو د روږدو د درملنې مرکزونو بد وضعیت ته هم اشاره کړې او د بېلګې په توګه یې په کابل کې په نشه‌يي توکو د روږدو د درملنې مرکز یاد کړی چې له بدو شرایطو سره مخ دی.


د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان د مبارزې دفتر له قوله، په دې مرکز کې خواړه کم دي، درمل ختم دي او ډېر کمزوري روغتیاپالان په کې پاتې دي چې په کمو معاشونو کار کوي.


په راپور کې زیاته شوې، دا وضعیت بیا د دې لامل شوی، هغه ناروغان چې مخ په ښه کېدو دي، له بدن یې د نشه‌يي توکو د زهر ویستلو پروسه له ستونزو سره مخ شي.


د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه په دې اړه د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت نظر هم واخلي، خو ویاند یې شرافت زمان د دې راپور تر خپرېدو پورې ځواب ورنه کړ.


دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو سازمان د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې رییسې 'ګادا ویلې' هم د نشه‌يي توکو سره د مبارزې او د روږدو کسانو د درملنې په بهیر نیوکه کوي.


نوموړې په خپل پیغام کې چې نن د ملګرو ملتونو سازمان د مخدره موادو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې خپور کړی ویلي، هغه کسان چې له نشه‌يي موادو زیانمن دي، د درملنې پر ځای له تبعیض او پېغور سره مخ دي.


په پیغام کې راغلي: "وروستۍ شمېرې ښېي چې په نړۍ کې ۲۹۶ میلیونه کسان په نشه‌يي موادو روږدي دي. له نشه‌يي موادو سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت موږ د نشه‌يي موادو پر وړاندې د داسې اقداماتو غوښتنه کوو چې انساني چلند ته په کې پام شوی وي. هغه کسان چې له نشه‌يي موادو زیانمن دي، د درملنې پر ځای له تبعیض او پېغور سره مخ دي. په نشه‌يي موادو روږدي کسان د دې پر ځای چې د تداوۍ مرکزونو ته یوړل شي، د نشه‌‌يي موادو د استعمال له امله زندانونو ته اچول کېږی، بزګرانو ته د دې پرځای چې د کوکنارو بدیل ورکړل شي، هغوی د دې کښت له امله مجازات کېږی."




خو داسې مهال چې د طالبانو حکومت د کوکنارو په کښت بندیز لګولی، د مخدره موادو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان د مبارزې اداره وايي، په افغانستان کې وضعیت داسې دی چې د کوکنارو په کښت د بندیز له امله، دا خورا ممکنه ده چې قاچاق وړونکي هڅه وکړي چې د "ښېښې" د تولید د زیاتولو لپاره له دې بازار څخه کار واخلي.


که څه هم د طالبانو حکومت د کوکنارو د کښت مخنیوی خپله لویه لاسته راوړنه بولي، خو نږدې هره ورځ د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د کوکنارو د کښت د له‌منځه وړو راپورونه ورکوي.


هغه څه چې ښيي، سږ کال هم په افغانستان کې د کوکنارو کښت شوی دی.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net