پر زده کړو بندیز؛ بدخشان کې یو محصلې د ښځو لپاره پلورنځي جوړ کړی
نوموړې وايي، دا چې له زده کړو بې برخې شوې او نه یې غوښتل په کور کې پاتې شي په ډېرو کمو پيسو یې د ښځو یو پلورنځی جوړ کړ.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ښځو پر کار او زده کړو سخت بندیزونه لګولي او په زرګونو ښځې او نجونې یې په کورونو کې پاتې کېدو ته اړې کړې دي.
نور جزییات په دې راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ، چې د شهره تمنا په غږ پیلېږي:
