روسیه کې د واګنر ډالې مشر خپلې مېلشې بېرته مرکزونو ته ستنې کړي
پریګوژین دا اعلان یوازې څو ساعته وروسته له هغه وکړ، چې د روسیې په جنوبي ښار روستوف کې یې د پوځي ادارو اداره په لاس کې واخیسته او د مسکو پر لور یې په دې هدف لاریون پیل کړ چې د ده په وینا د پوځ مشرتابه له دندې لیرې کړي.
نوموړي بېګا پر خپله ټلېګرام پاڼه په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، چې خپل ځواکونه د خپلو کمپونو پر لور شاګرځ کوي، ځکه نهغواړي د روسانو وینې توی شي.
پریګوژین دا نهدي ویلي، چې له دې پرېکړې مخکې یې له کریملین یا پوځ سره خبرې شوې وې که نه.
