Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июнь
2023

د کونډو نړيواله ورځ؛ کندهار کې کونډې مېرمنې او د هغوی د کړاو کیسې

0
په کندهار کې کونډې مېرمنې وايي، د سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.


دوی وايي، یتيمان ور د غاړې دي او نه شي کولای اړتیاوې یې پوره کړي.


چیني ګله څو کاله مخکې کونډه شوې او اوس د یوه معتاد زوی، دو نږېندو او د ۷ لمسیانو سپرستي پر غاړه لري.


نوموړې وایي، د مېړه تر مړینې څو میاشتې وروسته یې یو زوی د تېر جمهوري حکومت پر مهال چې په سره صلیب غیر دولتي اداره کې یې دنده درلوده، ووژل شو.


له زوی یې یوه مېرمن او درې ماشومان پاتې شول.


چیني ګله وايي، اوس د یوه زوی سره چې هغه هم د نشه یي توکو معتاد دی ژوند کوي او د هغه د مېرمنې او څلورو اولادونو مسوولیت هم د دې پر غاړه دی.


چيني ګله وایي: "یو زوی مې شهید شو بل معتاد دی، څلور اولادونه د معتاد او درې اولادونه د شهید دي. دا مومنان وږي تږي دي خپله هم مریضه یم، دونه غریبي ده چې د اوبو لپاره د منګي د رانیولو توان هم نه لرم."


فاطمه یوه بله کونډه ده چې د بې وزلۍ په انتها کې ژوند کوي.


فاطمه نه یوازي دا چې کونډه ده، بلکې دوه زامن يې هم وژل شوي او اوسمهال د دوو نږېندو او د هغوی د اولادونو سرپرستي هم کوي.


دا وايي، کله کله په کورونو کې کار کوي او یا هم یتیم ماشومان لمسیان یې هګۍ پلوري او خپل د کور اړتیاوې په ډېرې سختۍ پوره کوي.


نوموړې وایي: "دوه زامن مې و، یو شهید شو د هغه مېرمن مې دا بل زوی ته کښېنوله، هغه بیا په ټکر کې مړ شو، خپله هم کونډه یم دوې مې دا نږېندې دي نارینه په کور کې نه لرو."


د شپږو لوڼو مور شفیقه بله داسې کونډه ده چې، مېړه یې شپږ کاله مخکې د ورپېښې ناروغۍ له کبله مړ شوی.


دا وايي، مخکې یې د خیاطۍ کار کاوه خو اوس د ناروغۍ له کبله خیاطي نه شي کولای او یوازې د خلکو مرستو ته په تمه ده.


شفیقې ازادي راډیو سره خبرو کې وویل: "کور کې نارینه نه لرم، شپږ مې لوڼي دي یوه زه یم، شپږ کاله کېږي خاوند مې وفات شوی، زوی نه لرم. پخوا مې خواري کوله اوس مریضه یم، نه شم کولای. مرستې ته بیخي ډېر ضرورت لرم."


په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو پر کار بندیز او محدودیتونو د کونډو او بې سرپرسته ښځو ژوند لا د کړاونو سره مخامخ کړی دی.


یادې مېرمنې اوس یوازې له مرستندویه بنسټونو د خوراکي توکو موقتي مرستې تر لاسه کوي، هغه څه چې د دوی دایمي اړتیاوې نه شي پوره کولای.


دوی د یوه دایمي او بنسټیز کار په لټه کې دي چې خپلې کورنۍ وساتي.


بل خوا د ټولنیزو چارو کارپوهان د طالبانو له حکومته غواړي چې، د ښځو او نارینه و لپاره سالم اقتصادي پروګرامونه پیل کړي.


د ټولنیزو چارو کارپوه نعمت الله صاحب زاده نالان وايي، د مېرمنو لپاره دوکانونه، ورکشاپونه او مارکېټونه د بې کارۍ د ستونزې د حل او د بې وزلو مېرمنو او ماشومانو د پالنې تر ټولو ښه لاره ده.


نوموړی وايي: "په ټولو اسلامي هېوادونو کې خلک مشروع او حلال کارونه کوي. اسلامي امارت دي یو مارکېټ جوړ کړي، یو بازار دې جوړ کړي چې هلته دا بې سرپرسته ښځې خپل کاروبار وکړي. زه همېشه وایم چې د یوه اسلامي نظام لپاره دا ښکلې خبره نه ده چې په میلونونو ښځې او ماشومان یې په بازارونو کې فقر ته ولاړ وي."


په کندهار کې کونډې ښځې داسې مهال د خپل بد اقتصادي وضعيت څخه شکایت کوي چې نن د جون ۲۳مه د کونډو د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي.


د طالبانو د حکومت د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت تر دې مخکې ویلي وو، چې په ټول هېواد کې یې د ۱۳۵زره معلولینو ترڅنګ شاوخوا ۴۰۰زره کونډې او یتمان ثبت کړي دي چې اوس مهال په بد اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net