روسي چارواکی: د کريميا ټاپووزمه کې د پُل ویجاړېدل د اوکرایني چارواکو د توغنديو له امله و
د خرسون په اشغال شوې سیمه کې د مسکو له خوا ګمارل شوي مشر ولودمیر سالدو په خپل ټلېګرام کې لیکلي، دغه حمله د 'کریمیا د دروازې' په نوم پله باندې شوې ده.
دا له کریمیا ټاپووزمې څخه په جنوب کې د جګړې لومړۍ کرښې ته تر ټولو لنډه غځېدلې لار ده.
د اوکراین د مرکزي استخباراتو ادارې ویاند اندري یوسف دې حملې ته په اشاره د اوکراین ټلوېزیون ته ویلي، له کریمیا به د روسیې د ایستلو لپاره هڅې دوام کوي.
د خرسون مرستیال والي یوري سوبولیفسکي په ټولنیزو شبکو کې دغه حمله د ده په ټکو د اشغالګرو پر پوځي اکمالاتو یوه ګوزار بللی او وايي، رواني تاثیرات یې لرل.
