د پاریس المپیکي سیالیو کې د روس او بېلاروس ورزشکارانو د نه ګډون غوښتنه شوې
د اروپا شورا، د المپیک له نړیوالې کمېټې او د هغه د سپورټي فډراسیونونو له تنظموونکو ادارو غوښتنه وکړه، چې پر خپل هغه دریځ کلک ودرېږي، چې په ۲۰۲۲م کال کې یې اعلان کړی و او په دغو سیالیو او نورو مهمو ورزشي مناسبتونو کې د روسیې او بېلاروس د ورزشکارانو ګډون منع اعلان کړی و.
د المپیک نړیوالې کمېټې په مارچ میاشت کې توصیه کړې وه، چې ورزشکارانو ته دې د بې طرفه افرادو په توګه په سیالیو کې د ګډون اجازه ورکړل شي، په دې شرط چې په اوکراین د روسیې د جګړې فعال ملاتړ ونه کړي.
