پېژندل شوی افغان دیني عالم 'صدیق الله فدايي' ومړ
د صدیق الله فدايي د کورنیو غړو تایید کړې، چې هغه نن پنجشنبه د ورپېښې ناروغۍ له کبله ساه ورکړه.
فدايي د افغانستان د هغو دیني عالمانو له ډلې و، چې په ډېرو دیني بحثونو کې برخه اخیستې او په جرمني کې يې د اسلامي تعلیماتو په برخه کې له کلونو راهیسې هڅې کولې او په دین کې د منځلاریتوب پلوی و.
صدیق الله فدايي، په اروپا کې په کلتوري او فرهنګي چارو کې هم فعال رول درلود او ډېر کله یې په مونشن کې د افغانانو فرهنګي او کلتوري غونډې جوړولې چې ګڼو اروپا مېشتو افغانانو په کې ګډون کاوه.
