واشنګټن ته د مودي سفر؛ له امریکايي چارواکو سره پر کومو موضوعاتو خبرې کوي؟
مودي به نن له بایډن سره ماښامنۍ وخوري او سبا به دواړه مشران په سپینه ماڼۍ کې خبرې ترسره کړي.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې واشنګټن غواړي هند د چین په وړاندې پیاوړی ستراتېژیک دریځ ولري او مودي هم هڅه کوي چې هېواد یې په نړیوال ډګر کې چې اوس د نړۍ تر ټولو زیات نفوس لرونکی دی، زیات نفوذ ولري.
د دې سفر په ترڅ کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي صنعت او پرمختللې ټکنالوژۍ سکتورونو په برخه کې همکاري پراخه شي او هند به د امریکا له هغې حساسې ټکنالوژۍ څخه برخمن شي چې واشنګټن یې په کمساري توګه له غیرمتحدینو سره شریکوي.
د راپور له مخې تمه ده چې بایډن او مودي به د دفاعي همکاریو اړوند او د مایکرون ټکنالوژۍ او د متحده ایالاتو د نورو شرکتونو له خوا پر هند د پلور، مصنوعي ذهانت، کوانټم کمپیوټري سیستم او پانګونې اړوند یو شمېر مختلف تړونونه اعلان کړي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان خبریالانو ته وویل، تمه ده چې بایډن به له مودي سره په هند کې د ډیموکراسۍ د په شاتګ په اړه د متحده ایالاتو اندېښنې مطرح کړي، خو هغه ته به ونه وایي چې په دې برخه کې څه باید وکړي.
سلیوان زیاته کړه: "کله چې متحده ایالات د مطبوعاتو، مذهبي یا نورو ازادیو پر وړاندې ننګونې ویني، موږ خپل نظرونه بیانوو او هغه هم په داسې طریقه چې د تدریس یا لکچر بڼه ونه لري یا ادعا وکړو چې موږ پخپله له ننګونو سره مخ نه یو."
د سپنې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار وویل، دا چې په هند کې سیاست او ډیموکراتیک بنسټونو پر کوم لور روان دي، دا د هند کورني موضوعات دي چې په متحدو ایالتونو پورې اړه نه لري او په خپله هندیان یي ټاکي.
د بشري حقونو مدافعان له بایډن نه غواړي چې د بشري حقونو په مسئله کې پر مودي په کور دننه او هم نړیوال فشار راوړي.
پر مودي د هغه قانون له امله انتقادونه شوي چې یو شمېر کډوالو ته د تابعیت ورکولو بهیر ګړندی مخ ته وړي، خو مسلمانان په کې نه دي شامل.
دغه راز د هندو ملتپالو له خوا د مسلمانانو او نورو مذهبي ډلو په وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتوالي له امله هم د هغه پر حکومت انتقادونه کېږي.
مودي به له امریکا څخه په دې رسمي کتنه کې چې پرون سې شنبې یې پیل کړې، د امریکا کانګرس ته هم وینا وکړي.
له ۲۰۱۴ م کال راهیسې چې مودي د هند د صدراعظم په توګه دنده پیل کړې، دا یې امریکا ته پنځم ځل سفر دی.
له متحدو ایالتونو د مودي دغه رسمي کتنه به تر شنبې پورې دوام وکړي.
