Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июнь
2023

تر اګسته په افغانستان کې د تودوخې درجې د لوړوالي اټکل شوی

0
نړیوال بانک د سه‌شنبې په ورځ په یوه راپور کې ویلي، امکان لري چې د روان کال له جون څخه تر اګست میاشتې پورې په ټول افغانستان کې د تودوخې درجه تر منځنۍ کچې لوړه وي.


نړیوال بانک زیاته کړې، چې د وچکالۍ د دې باثباته هایدولوژیکي شرایطو سربېره 'د ځمکې لاندې د اوبو د سرچینو، سیندونو او د اوبو د زېرمو کمښت' په پرلپسې توګه د درېیم کال لپاره، د کښت او حاصلاتو ساحه محدوده کړې ده.


د نړیوال بانک د راپور له مخې، په افغانستان کې د اورښت اندازه او د واورو د اوبو اندازه له منځنۍ کچې څخه کمه ده، په اکثرو زونونو کې واوره له عادي حالت څخه مخکې ویلي شوي او د ځمکې د رطوبت شرایط د ۲۰۲۳ کال د می تر نیمايي پورې له نورمال څخه کم دي او د افغانستان په مرکز، شمال او لوېدیځ کې د غنمو کروندو ته زیان رسېدلی دی.


د تودوخې د درجې لوړوالي د نورو وګړو ترڅنګ کروندګر هم له ستونزو سره مخ کړي دي.


د هلمند د نوزاد ولسوالۍ یو بزګر غوث توحیدي ازادي راډيو ته وویل چې ډېره تودوخه د وچکالۍ او د اوبو د کچې د ټیټوالي لامل شوې چې د دوی حاصلات یې زیانمن کړي دي.


نوموړي وويل: "په روان کال کې ګرمي زیاته ده. په نوزاد ولسوالۍ کې هم وچکالۍ زیاته شوې ده، موږ له مرکزي دولت څخه غوښتنه کوو چې موږ ته پاملرنه وکړي، ځکه چې د څاګانو د وچېدو او د اوبو د سطحې د کموالي له امله کروندګر له ډېرو ستونزو سره مخ دي."




په همدې حال کې د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت پرون په یوه ټویټ کې وویل چې د لوی اختر د رارسېدو او د ګرمې هوا په مناسبت د سړو ولایتونو ښوونځي د غبرګولي له ۳۰مې څخه د چنګاښ تر ۱۲مې پورې، رخصت شوي دي.


د ننګرهار د خوګياڼو ولسوالۍ يو زده کوونکي موسى هم ازادي راډيو ته وويل، د ګرمې هوا له امله له ښوونځي رخصت شوي دي.


موسی وايي: "دا چې ګرمي ډېره زیاته شوې، دولتي مکتبونو کې یې رخصت راکړی دی. وايي تاسو چې غرمه کورونو ته ځئ کېدای شي چې ناروغه شئ. دولتي مکتبونه ټول رخصت دي."


د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې، د افغانستان د هوا پېژندنې اداره هم وايي، چې په راتلونکو ورځو کې به په یو شمېر ولایتونو کې د تودوخې درجه له منځنۍ کچې لوړه شي.


د دې ادارې مسوول محمد نسیم مراد ازادي راډيو ته وویل، له نن څخه تر راتلونکو اتو ورځو پورې به په نیمروز، هلمند، کندهار، فراه، زابل، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د تودوخې درجه نوره هم لوړه شي.


مراد وایي: "د هوا پېژندنې د ریاست، د مرکز او ولایاتو د سټېشنونو د هغې د اټکل له مخې چې ترلاسه شوی په شمال، سوېل، سوېل لوېدیځ او یو شمېر شمال ختیځ او ختیځو سیمو کې به د تودوخې درجه لوړه وي، چې په روانو ورځو کې په دې سیمو کې د تودوخې د درجې د لوړوالي احتمال شته."


ډاکتران په دې باور دي، چې د تودوخې لوړه درجه په خلکو کې د هاضمې، زړه او پښتورګو د ناروغیو لامل کېږي او که څوک ورسره مخ شي، باید نږدې روغتیايي مرکز ته مراجعه وکړي.


یو له دغو ډاکترانو متین صافي ازادي راډيو ته وویل: "لوړه تودوخه د انسانانو او حیواناتو ژوند ته جدي خطرونه لري، په افغانستان کې د ميکروبي او هضمي ناروغیو لکه شدید اسهال، کولرا او معرقه چې د اوبو د کمښت لامل ګرځي او په پای کې د زړه او پښتورګو ناروغي پیدا کېږي. جل‌وهنه یو له هغو ناروغیو څخه ده چې د لوړې تودوخې له امله پیدا کېږي. په ځانګړې توګه په هغو کسانو کې چې په ازاده هوا کې په کار او کرنې بوخت دي."


په همدې حال کې د نړیوالو سازمانونو د راپور له مخې افغانستان په پرلپسې توګه د درېیم کال لپاره وچکالۍ سره مخ دی چې د نورو ستونزو ترڅنګ یې د کروندګرو کښت ته هم جدي زیان اړولی دی.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net