Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июнь
2023

ریچارډ بېنیټ: افغان نجونې او ښځې باید زده‌کړو او کار ته پرېښودل شي

0
 


په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ وايي، افغان نجونې او ښځې باید زده‌کړو او کار ته پرېښودل شي.


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې یو شمېر کارکوونکو د افغانستان په اړه د دې شورا په جوړې شوې غونډه کې زده‌کړو او کار ته د افغان نجونو او ښځو په بېرته ستنېدو ټینګار وکړ.


په دې غونډه کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ د طالبانو له‌خوا د پلان شوي تبعیض له امله په افغانستان کې د جنستي اپارتاید په اړه اندېښنه وښوده.




هغه دې غونډې ته په خبرو کې وویل: "د طالبانو په ایډیالوژۍ کې د نجونو او ښځو پر وړاندې ژور، سیستماتیک او پلان شوی تبعیض شته او دې وضعیت د جنستي اپارتاید په اړه اندېښنې را پورته کړي دي. دې ټکو د بشري حقونو د جدي نقض په اړه زموږ اندېښنې هم را ولاړې کړې دي. دا سرغړونې تر اوسه د یوه جنایت په توګه نه‌دي پېژندل شوي او زیاتې مطالعې او څېړنې ته اړتیا لري."


د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو شورا یو بل کمېشنر ولکر ترک هم په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنه وښوده.


هغه دا هم وویل چې طالبانو د افغانانو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو بشري حقونو له پامه غورځولي دي.


نوموړي زیاته کړه: "زما په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت خرابېدو ته ډېر اندېښمن یم، ځکه په افغانستان واکمنو طالبانو د بشري حقونو بنسټیز اصول په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو حقوق له پامه غورځولي دي. اوسمهال زموږ د ځانګړي راپور ورکوونکي او یو شمېر نورو متخصصانو له‌خوا د واقعیتونو ځینې برخې روښانه شوي دي، په ځانګړي ډول هلته زموږ د شتون او له زندانونو زموږ د کارکوونکو لیدونو دا زمینه برابره کړې ده."


د افغانستان په اړه د بشري حقونو شورا غونډه کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا یو شمېر نورو غړو بیا وویل، په دې هېواد کې د بشري حقونو اړوند بنسټونو څخه باید ملاتړ وشي.


د طالبانو حکومت د بشري حقونو شورا په غونډه کې په دوی د بشري حقونو د نقض په اړه شویو نیوکو ته ځواب نه‌دی ویلی، خو وړاندې یې ویلي چې په افغانستان کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي.


هاخوا له دې غونډې وړاندې څو ساعته مخکې په کابل کې یو شمېر معترضو ښځو په یوه سرپټي ځای کې اعتراض وکړ.


دوی ازادي راډیو ته رالېږلو ویډیوګانو او خپلو شعارونو کې له ملګرو ملتونو سازمان او نړیوالې ټولنې یې غوښتنه کړې چې افغانان په ځانګړي ډول نجونې او ښځې له طالبانو سره د خپل تعامل قرباني نه‌کړي.


یوه معترضه مېرمن چې د امنیتي ستونزو له امله‌ نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي او د دوشنبې په ورځ یې په یوه سرپټي ځای کې د ښځو په اعتراضیه غونډه کې ګډون کړی و، ازادي راډیو ته یې وویل، د طالبانو له بیا واکمنېدو وړاندې یې یوې دولتي ادارې کې کار کاوه او له ۳۰ زرو افغانیو زیات معاش یې اخیسته. دا چې مېړه یې مړ شوی، د کورنۍ سرپرسته او د دوو ماشومانو مور ده، اوس بې‌دندې ده.


 




دا معترضه مېرمن طالبان د خپل اوسني وضعیت او د دې په څېر له ورته برخلیک سره د مخ مېرمنو د حالت عاملان بولي.


نوموړې وايي: "زه دوه کوچنیان لرم، خپله د کورنۍ سرپرسته یم. د دولت له سقوط وروسته په کور کېنول شوم او له بده مرغه بله هېڅ دنده مې هم پیدا نه‌کړه. بل هېڅ عاید نه‌لرم، کرایي کور کې اوسېږم. دا چې څه دول ستونزې مې ولیدې او اوس ورسره مخ یم، خپله یې شاهده یم. د ټولو ستونزو په ځانګړي ډول د ښځو پر وړاندې د را پورته شویو ستونزو لامل طالبان دي."


یوه بلې معترضې مېرمن زینب چې دې هم په دغه اعتراضیه غونډه کې ګډون کړی وویل، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، له دندې محرومه شوه.


زینب ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه له افغانانو سره په دوه ګوني چلند او له طالبانو سره په تعامل تورنوي.


اغلې زينت وويل: "موږ نن یو پروګرام درلود او هغه دا چې د ښځو ستونزې او د طالبانو له‌خوا د ښځو ځپونکې کړنې مو نړیوالو او ملګرو ملتونو سازمان ته مخ‌ ته کړې. دوی تل طالبانو سور فرش هواروي او غونډو کې بلنه ورکوي. طالبانو خپلو مېلمستونونو ته غواړي، په داسې حال کې چې د افغانانو ستونزو ته هیڅ وخت پام نه‌کوي."


د ازادي راډیو خبریال وغوښتل د دې نیوکو او اعتراض په اړه د طالبانو د حکومت نظر واخلي، خو ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد او مرستیال ویاند بلال کریمي د دې راپور تر خپرېدو په دې اړه پوښتنې ځواب نه‌کړې.


طالبانو واک ته له رسېدو وروسته، په ځانګړي ډول په نجونو او ښځو پراخ محدودیتونه او بندیزونه لګولي چې د معترضو ښځو له قوله، د دوی ورځنی ژوند یې ګډ وډ کړی دی.


له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو تړل کېدل، د نجونو پر مخ د پوهنتونونو تړل، په دولتي او غیر دولتي ادارو کې یې په کار بندیز، د سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو مخنیوي، له محرم پرته یې له سفره راګرځول، تفرېحي پارکونو او ښځینه حمامونو ته له تلو منع کول، هغه محدودیتونه او بندیزونه دي چې طالبانو واک ته له رسېدو وروسته، په افغان نجونو او ښځو لګولي دي.


 





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net