Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июнь
2023

ملګري ملتونه: برښنايي تاديات افغانانو ته د مرستو رسولو بهير چټکولی شي

0
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام یا 'یو این ډي پي' او د ملګرو ملتونو د پانګونې پراختیا وجهي صندوق وايي، چې ډیجیټلي تادیات اړو افغانانو ته د مرستو رسولو بهیر چټکولی شي.


د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام او د دغه سازمان د پانګونې پراختیايي وجهي صندوق په یو تازه راپور کې په افغانستان کې د برښنايي تادیاتو د سیستم خراب وضعیت د اندېښنې وړ ښودلی.


دغه راپور چې د چهارشنبې په ورځ خپور شوی، په‌کې ویل شوي په افغانستان کې د برښنايي تادیاتو سیستم خراب فعالیت خلکو ته زیاتې ستونزې رامنځته کړي دي.


د راپور له مخې، اړمنو ته د نقدي مرستو د رسولو په برخه کې ستونزې د دې لامل شوي چې په افغانستان کې بشري بحران ته نوره هم زمینه برابره شي.


د کندهار ولایت اوسېدونکی بادشاه ادعا کوي چې د مرستو د وېش په برخه کې فساد د پخوا په څېر موجود دی.


هغه ازادي راډیو ته وویل: "دغه کوم فساد چې د جمهوریت په وخت کې و او مرستې به راتلې مَړو خلکو ته به ورکول کېدلې مسکینانو او کونډو ته به نه ورکول کېدلې، دغه کیسه اوس هم روانه ده، زما غوښتنه دا ده چې دغې برخې ته پام وشي."


طالبانو بیا د دې راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو له دې وړاندې يې وياند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي وو، د مرستو د وېش په برخه کې یې د فساد مخه نیولې ده.


دغو ادارو په خپل راپور کې همدا راز ویلي چې د ۲۰۲۱ کال له اګسټ وروسته، د افغانستان اقتصادي تولید ۲۰ عشاریه ۷ فیصده راښکته شو چې د بې‌وزلۍ کچه یې نږدې ۹۵٪ ته لوړه کړې او د ۴۰ میلیونه نفوسو له نیم نه زیات يې د خوړو له خوندیتوب څخه محروم دي.


دغه راپور په افغانستان کې د برښنایي تادیاتو د سیسټم په تړاو فرصتونه او ستونزې په ګوته کړي.


په راپور کې ویل شوي چې، د دغه سیستم له پلي کېدو سره به د بانکونو او نورو مالي خدماتو چمتو کونکو ترمنځ د مداخلې نشتوالی کم، د مالي فساد فیصدي کمه او د وخت مدیریت به ښه وي.


خو پرمختللو ټلیفوني سیستم ته د ډېرو خلکو نه لاسرسی یوه جدي ستونزه ګڼل شوې، د لویو ښارونو څخه بهر د ګرځنده شبکې ضعیف پوښښ، د مالي او ډیجیټل مهارتونو نشتوالی، د فزیکي پېسو په پرتله په ډیجیټل تادیاتو کې د باور نشتوالی، د حوالې او د مالي خدماتو چمتو کونکو او حکومتونو ترمینځ ناکافي همغږي بیا نورې هغه جدي ستونزې یادې شوي چې د دغه سسټم پر کار یې اغېز کړی.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې استازي سټیفن روډریکس په دغه راپور کې ویلي: "دا هیڅکله مهمه نه‌ده چې خلکو ته پيسې په څه ډول رسول کېږي، خو دا مهمه ده چې باید نقدې پيسې ترلاسه کړي د دې لپاره چې اړتیا ورته لري. اوسمهال باید خلک د ډیجیټل تادیې سیستم ته اړتیا پیدا کړي چې د یوې تڼۍ په کېکاږلو سره پيسې د هېواد شاوخوا سیمو ته په داسې طریقه حرکت وکړي چې په روښانه ډول تعقیب او وڅېړل شي."


له دې سره خوا کې په مالي چارو کې یو شمېر پوهان بیا په دې باور دي چې د برښنايي پيسو د راکړې ورکړې سیستم باید د تېر په څېر عادي حالت ته وګرځول شي.


په بانکي مسایلو کې پوه محب شریف ازادي راډیو ته وویل، دغه سیستم اوسمهال په افغانستان کې کارول کېږي، خو د خوندیتوب او ښه کار لپاره باید کار وشي.


نوموړی وايي: "اوس موږ دا استفاده کوو، اما په هغه شکل چې د افغانستان د ضرورت لپاره استفاده کېږي تر اوسه په هغې کچه نه‌دی. دا مهمه مسئله ده، کمښت یې دی، ضعف یې دی او عدم یې محفوظیت یې دی، دا کار د نړیوال بانک او نورو نړيوالو ادارو په همغږۍ کېدای شي."


يو‌ این‌ ډي‌ پي او يو‌ این‌ سي‌ ډي‌ ايف د ۲۰۲۲ په مارچ کې د ډیجیټل تادیاتو سیستم ازموینه پیل کړه، کوم چې د افغانستان په نهو ولایتونو کې له ۱۵۰۰۰ څخه زیاتو اړمنو خلکو ته په مستقیم ډول له يو ميلیون ډالرو څخه ډېر ډالر ووېشل.


په دغه راپور کې ویل شوي چې د يادې پروژې عملي کېدل هغه مهال شونی دی، چې د دغو پيسو انتقال ۳۰ فیصده ارزانه ترسره کړي او د لېږد وخت له ۷ ورځو څخه ۴۸ ساعتونو ته راټیټ کړي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net