ټېسټ کرکټ؛ افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۴۶ منډې وکړې
بنګالۍ لوبډلې د دویمې ورځې په پیل کې یوازې د ۱۷ منډو په جوړولو خپل پاتې ۵ لوبغاړي له لاسه ورکړل او په دې سره یې په ټولیزه توګه په لومړۍ پاڼۍ کې ۳۸۲ منډې وکړې.
نجات مسعود د افغان توپ اچونکو له ډلې ۵ وېکټې واخیستې، یمین بیا د دوه وېکټو په اخستلو بریالی شو.
افغانستان بیا په لومړۍ پاڼۍ کې یوازې ۱۴۶ منډې وکړې، مخکښ توپوهونکي يې افسرځاځی او ناصرجمال و چې دواړو په ترتیب سره ۳۶ او ۳۵ منډې کړې وې.
بنګلهدېش د دویمې ورځې تر پايې د خپلې توپوهنې په دویمې پاڼۍ کې یوازې یوه وېکټ له لاسه ورکړې ده او ۱۳۴ منډې یې کړې دي چې دوه لوبغاړو یې نیمه سلیزې وهلې دي.
