په میدان وردګ کې د چاودنو له کبله ۱۲ ماشومان وژل شوي
دغه راز ياد ولسوالۍ کې په تېره میاشت کې ۵ نور ماشومانو ټپیان شوي هم دي.
ځايي اوسېدونکي وايي، د یاد ولایت په ګڼو سیمو کې د تېرې شل کلنې جګړې ناچاوده مرمۍ او ماینونه پاتې چې نږدې هر ورځ د ماشومانو، لويانو او حیواناتو ژوند اخلي.
خلک له واکمنو طالبانو او نور موسساتو غوښتنه کوي چې سیمې دې له ماینونو څخه ورته پاکې کړي.
د دې راپور د نورو جزییاتو د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
