Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июнь
2023

ایا انلاین پوهنتونونه کولای شي نجونو محصلانو ته د فراغت معتبر سند ورکړي؟

0
په افغانستان کې د یو شمېر نجونو لپاره د زده‌کړو د دوام یوازېنۍ هیلې د دوی لپاره نوې اندېښنې راپارولي دي.


د کابل يوه اوسېدونکې مېرمن چې نه‌غواړي نوم يې راپور کې خپور شي وايي، یو سمستر کېږي چې په انلاین پوهنتون کې زده‌کړې کوي.


که څه هم هغه خوشحاله ده چې د طالبانو حکومت له‌خوا له زده‌کړو بې برخې پاتې کېدو وروسته ورته دا فرصت په لاس ورغلی دی، خو د انلاین پوهنتون څخه خپل د فراغت اسناد د اعتبار څرنګوالي لپاره اندېښمنه ده.


يادې مېرمن ازادي راډيو ته وويل: "هغه رسمي اسناد چې په افغانستان کې د معتبرو پوهنتونونو له‌خوا نجونو ته ورکړل شي، چندان د اعتبار وړ نه‌دي، نو انلاین سندونه چې مهر او نور شيان نه‌لري، لا د اعتبار وړ نه‌دي. خو کورسونه ډېر ښه دي، ځکه چې کولای شي په‌کې نوي څه او هغه څه چې دوی ورته اړتیا لري زده کړي."


په کابل کې یوه بله محصله، هدیه چې په 'زن' پوهنتون کې انلاین زده‌کړې کوي په دې باور ده، چې د انلاين زده‌کړو زمينه اوسنيو شرايطو ته په کتو سره دوی ته دا فرصت برابر کړی دی چې هم زده‌کړې وکړي او هم له خپګانه ځان وژغوري.


نوموړی وايي: "زموږ موخه زده کړه ده. دا چې یو څه په ښه توګه زده کوو او د خپلې خوښې وړ برخو کې زده‌کړې وکړو، ډېره لویه خبره ده، هغه هم په داسې شرایطو کې چې له بده مرغه د افغانستان ټولې نجونې او مېرمنې نه‌شي کولای زده‌کړ‎ې وکړي."


د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي څخه پورته نجونو پر مخ د ښوونځي د دروازو تړلو په ګډون، پر ښځو او نجونو د نورو محدودیتونو تر څنګ د تېر کال د ډسمبر په ۲۰مه د نجونو پر وړاندې د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې.




له هغه وروسته د ښځو د حقونو او د پوهنې یو شمېر فعالانو د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د زده‌کړو لپاره د زمینې جوړولو په موخه د انلاین ښوونځیو تر څنګ ګڼ شمېر انلاین پوهنتونونه هم جوړ کړل.


خو دا لا معلومه نه‌ده چې د طالبانو حکومت له‌خوا د نجونو پر زده‌کړو له بندیز وروسته څومره ښوونځیو او پوهنتونونو دوی ته د انلاین زده‌کړو زمینه برابره کړې ده.


د طالبانو په حکومت کې د نوي تاسیس شوي تحصیلي موسسې د ثبت او راجستر امکان نه‌شته، ځکه چې دوی هغو نجونو او مېرمنو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړې، کوم چې د طالبانو حکومت له‌خوا له زده‌کړو منع شوي دي.


خو ایا دغه پوهنتونونه او ښوونیز مرکزونه کولای شي چې دوی ته د فراغت سند ورکړي؟


د 'زن' انلاین پوهنتون د مطبوعاتو څانګې مسووله زهرا نظیفه عزیزي وايي، دغه پوهنتون لا هم د ځان لپاره د اعتبار ورکولو په پړاو کې دی او لا دې پړاو ته نه‌دي رسېدلي چې خپلو محصلینو ته د فراغت سندونه وړاندې کړي.


د اغلې عزيزي په وينا، یاد پوهنتون اوسمهال ۹۵۰۰ زده‌کوونکي لري، چې د ۳۵۰ استادانو تر څارنې لاندې په ۱۴ پوهنځيو کې انلاين زده‌کړې کوي.


نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "موږ لا د اعتبار ورکولو په پړاو کې یو چې باید معیارونه پوره کړو. موږ کولای شو هر هغه محصلې ته چې ان یو سمستر یې زموږ په پوهنتون کې ویلای وي، تصدیق ورکړو. خو لا د اسناد ورکولو مسئله نه‌ده وروستۍ شوې. خو نورو پوهنتونو سره هم په اړیکه کې یوو، چې که وکولای شو د هغوی د پوهنتون له لارې او د خپل د پوهنتون په نوم، زده‌کوونکو ته اسناد وړاندې کړو."


د 'زن' پوهنتون یوه محصله، سمیه وايي: "که څه هم موږ وشو کولای چې زده‌کړو ته دوام ورکړو، خو غواړو چې کله مو زده‌کړې په دې پوهنتون کې پای ته ورسېږي، د فراغت یو سند راکړي، څو دا سند دا څرګند کړي چې موږ زده‌کړې کړي لکه ما چې ژورنالېزم په برخه کې زده‌کړې کړي."


هڅه مو وکړه، چې د یو شمېر نورو انلاین پوهنتونونو د مسوولینو سره د فراغت سندونو د اعتبار په اړه وغږیږو، خو د دغه راپور تر خپرېدو پورې، دوی حاضر نه‌شول خپل نظر له موږ سره شریک کړي.


د طالبانو حکومت له‌خوا پر ښځو د زده‌کړو، تحصیل او کار بندیزونو تل پراخ کورني او نړیوال غبرګونونه راپارولي، خو تر اوسه د دوی دغو غوښتنو او غبرګونونو ته مثبت ځواب نه‌دی ویلی.


له دې سره، د طالبانو حکومت له‌خوا د زده‌کړو څخه د بې برخې ښځو او نجونو کاري راتلونکي او د زده‌کړو کچه تر اوسه پورې په یوې ناڅرګندتیا کې پاتې ده.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net