Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июнь
2023

د وينې ورکولو نړيواله ورځ؛ ډبيلو ایچ او: افغانستان کې وینې ورکولو ته ډېره اړتيا ده

0
په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان د روغتيايي بېړنیو حالاتو برخې مشر علا ابوزید وايي، د افغانستان په څېر ناسم بشري وضعیت سره مخ هېواد کې وینې ورکولو ته ډېره اړتیا ده.


قیس یو له هغو کسانو دی چې ناروغ یې په متواتر ډول وینې ته اړتیا لري.


دی د هغو ستونزو په اړه غږېږي چې ډېر کله ورسره په روغتون، د وینې بانک او د وینې ورکوونکي د موندنې په پر مهال مخ کېږي.


هغه وایي: "کله چې وینه ورکوونکي ته زنګ ووهوو، یا کار کې وي، یا بل چا سره مزدوري کوي، ډول ډول ستونزې لري. مریض مو کله ۵۰۰ سوه او کله ۱۰۰۰ سي‌سي وینې ته اړتیا لري. دا خپله د ناروغ په روحیه ډېره بده اغېزه کوي چې ورته ویل کېږي ستا وینه نه پیدا کېږي، یا هم بل کس او وینه پیدا کوم، دا ټولې ستونزې ورسره تړلې دي."


دا شاید د ډېرو هغو کسانو د ژوند داستان وي چې د خپل ناروغ لپاره د وینې پیدا کولو پر مهال دې ډول ستونزو سره مخ شوي وي.


افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د تاوتریخوالي، امنیتي او ټرافیکي پېښو او د بېلابېلو ناروغیو له امله په کې خلکو ته د وینې ډېره اړتیا پیدا کېږي.




وینې ته د اړتیا پر مهال د دې ستونزو یادونه داسې مهال کېږي چې نن د جون ۱۴مه د وینې ورکولو نړیواله ورځ ده.


د روغتیا نړیوال سازمان سږ کال دا ورځ د 'وینه ورکړئ، پلازما ورکړئ، ژوند شریک کړئ او ډېری وخت یې شریک کړئ' تر شعار لاندې نمانځي.


په همدې مناسبت په افغانستان کې د دې سازمان د بېړنیو حالاتو برخې مشر علا ابوزید هم وايي، د افغانستان په څېر نا سم بشري وضعیت سره مخ هېواد کې وینې ورکولو ته ډېره اړتیا ده.


په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان په خپله ټویټرپاڼه د ابو زید پیغام خپور کړی چې په کې هغه وايي، دا سازمان هره میاشت د هېواد په کچه د ویني ۶۷ بانکونو سره مرسته کوي او هره میاشت په ۳۴ ولایتونو کې نږدې ۳۰ زره او ۵۰۰ د وینې کڅوړې وېشي.


د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان او د وینې بانک رییس په افغانستان کې د وینې اړتیا او ترڅنګ یې په دې اړه چې په کلني ډول څومره کسانو ته د وینې اړتیا پېښېږي او د وینې بانک په دې برخه کې څومره کسانو ته خدماتونه وړاندې کوي، د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.


خو د روان کال د غوايي میاشتې په ۱۹مه په افغانستان کې د وینې مرکزي بانک رییس محمد ناصر صادق د تلاسیمیا ناروغۍ د نړیوالې ورځ د نمانځنې په مراسمو کې وویل، له دوی سره څه باندې ۱۲ زره داسې ماشومان ثبت دي چې په تلاسیميا اخته دي او په پرله‌پسې ډول وینې ته اړتیا لري.




خو له دې شمېر پرته، امیندواره مېرمنو، د تاوتریخوالي، ترافیکي او امنیتي پېښو پر مهال هم وینې ته اړتیا پیدا کېږي.


هاخوا د روغتیا نړیوال سازمان هم وايي، په ډېرو هېوادونو کې د وینې ورکولو خدمتونه له ننګونو سره مخ دي او تر خوا یې کیفیت هم خوندي او ډاډمن نه‌دی.


دې سازمان د چهارشنبې په ورځ په هدې اړه خپره کړې اعلامیه کې دا هم لیکلي، د دوی له ستراتېژۍ یوه دا ده چې د ټیټ او متوسط عاید لرونکو هېوادونو سره د انساني پلازما شتون او کیفیت ښه کولو کې مرسته وکړي.


په ورته وخت کې په افغانستان کې د وینې ورکولو یو رضاکار بنسټ 'وینه ورکړۍ او ژوند وژغورئ' مشر ډاکټر رضوان‌الله وقار وايي، په افغانستان کې د وینې د ورکولو لپاره عامه پوهاوی کم دی او یو منظم سیستم نه‌شته چې ناروغانو ته د وینې د ورکولو اسانتیاوې برابرې کړي.


نوموړی وايي: "زما په نظر که موږ داسې یو سیستم ولرو چې په هغې کې اکثره خلک دخیل وي، د وینې ګروپونه او شمېرې یې په کې ثبت وي، موږ کولای شو په اسانۍ سره هغوی سره اړیکه ونیسوو او د وینې په ورکړې سره د خلکو ژوند وژغورو."


د طبي څېړنو او د ډاکترانو د سپارښتنو پر بنسټ، د وینې ورکړه په بدن کې د وینې جوړونې سیستم پیاوړی کوي، ځیګر سره د وینې د تصفیې په برخه کې مرسته کوي، د لوړ فشار او وینې د کلسترول مخه نیسي او د ساه لنډۍ د ناروغۍ مخنیوی هم کوي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net