د بریتانیا له هوټلونو مېشت کړای شوي زرګونه افغانان ایستل کېږي
دا خبرداری په داسې وخت کې دغو کډوالو ته ورکړل شوی چې په بریتانیا کې سیمهییزې شوراګانې وایي، دوی د کرايي کورونو له کمښت سره مخامخ دي او دومره ډېر شمېر کډوالو ته ژر کورونه نهشي چمتو کولی.
په تېر څه باندې یو نیم کال کې په هوټلونو کې مېشت یو شمېر افغان کډوال د بریتانیا د کډوالو د چارو د ادارو په خوښه کورونو ته کډه کړې ده، خو شاوخوا اتو زرو نورو افغانانو دا کورونه رد کړي چې ښایي اوس له ستونزو سره مخامخ شي.
